افغانستان او اسلامي نظام

ابو احمد عبدالعزیز په دا ورستیو کې چې کله د سولې پروسه قطر کې روانه شوه نو د قانون او (نظام) خبره هم ګرمه شوه، چې کوم نظام یا قانون افغانستان کې پلی او تطبیق شي؟ طالبانو وایي، چې راتلونکی نظام دې اسلامي او شرعي وي، بل لور د کابل ادارې چې کوم هیئت قطر […]

ابو احمد عبدالعزیز
په دا ورستیو کې چې کله د سولې پروسه قطر کې روانه شوه نو د قانون او (نظام) خبره هم ګرمه شوه، چې کوم نظام یا قانون افغانستان کې پلی او تطبیق شي؟ طالبانو وایي، چې راتلونکی نظام دې اسلامي او شرعي وي، بل لور د کابل ادارې چې کوم هیئت قطر ته تللی چې ډېری غړي یې د غرب نه راغلي کسان او یا د غربي مفکورې تر تأثیر لاندې وو، هغوی ویل چې راتلونکی نظام دې جمهوري یا دیموکراسي وي.

که افغانستان کې هغه نظام راشي، کوم نظام کې چې د افغانانو دین، سر، مال، عزت، ناموس خوندي کوي، او د افغانستان د کړېدلي او زورېدلي ولس د څلوېښت کالو ناخوالو تکلیفو او کړاونو لپاره علاج جوړ شي، د نظامونو ښه والی او بدوالی تر ټولو وړاندې افغانان په خپله ښه درک کولی شي، دا ځکه چې په دنیا کې درې ستر نظامونه وجود لري، لومړی کمونستي نظام چې تر شا یې تر ډېره شرقیان او روسان ولاړ دي، افغانستان کې يې، ملاتړي خلقیان، پرچمیان دي.

دویم د دموکراسي جمهوري نظام چې تر شایی غربیان او امریکایان دي، په افغانستان کې یې ملاتړي له غربه راغلي افغانان، ځینې کمونستان او هغه کسان چې ډېر ظلمونه غلاوې او قتلونه يې کړي وي.

دریم اسلامي نظام دی چې تر شا یې اسلامي امارت او د مضبوطې عقیدي مسلمانان دي، په افغانستان کې يې ملاتړي اکثره افغانان، علماء کرام، طالبان مجاهدین دي، افغانانو تقریبا نیمه پېړۍ کې درې واړه نظامونه په عملي توګه ولیدل، ښه او بد يې ورته معلوم شول.

لومړی کمونستي نظام چې حاکم شو، د همدغه نظام تر چتر لاندې، دومره ظلمونه وشول چې څوک یې شهیدان، څوک یې مهاجر او یو زیات شمېر یې زندانیان کړل، داسې کورنۍ هم شته چې تر اوسه یې مړی او ژوندی ورک دی، په ډله ییزه توګه یې خلک تر تورو خاورو لاندې کړل او بیا تر ټولو نادوده دا ده، چې په ځای ددې چې د همدغو جرمونو عاملین مجازات شي، خو بر عکس د کمونستي مفکورې خاوندانو دا ظالمان قهرمانان معرفي کړل، چې ښه بېلګه يې ډاکټر نجیب دی.

دویم د دیمکراسي علمبرداران چې حاکم شول افغانان يې په ډله ییزه توګه دشت لیلٰی کې شهیدان کړل، ټول زندانونه یې له مسلمانانو ډک کړل، تسلیم شوي کسان تر کیوبا ورسول او ګوانتنامو ورسول شول، مدرسې او جوماتونه يې بمبار کړل، واړه ماشومان یې شهیدان کړل، کوم وحشت يې چې تر وسه کېده هغه يې یو هم و نه سپما وه.

دریم د اسلامي نظام غوښتونکي طالبان نن چې بېزونه، ولسوالۍ فتحه کوي، ډلې ډلې هغه عسکر ورته تسلیمیږې چې داشل کاله یې مسلمانان شکنجه، بندیان او شهیدان کړي دي.

د دغو ظلمونو سره سره، بیا هم امیر المؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده حفظه الله عفوه ورته وکړه، تسلیم شویو عسکرو ته کرایه ورکوي، تر خپلو کورونو یې رسوي او ژوند ته یې مصؤنیت ورکوي، همدا د اسلامي نظام شاګردان دي؛ نو همدېته په کتو د افغانستان د ستونزې حل یوازې په اسلامي نظام کې نغښتی دی، نه به افغانان بې له اسلامي نظام څخه بل نظام ته غاړه کېږدي او نه به بل قانون دلته رائج شي، ځکه د دنیا اواخرت ګټه او کامیابي يې اسلامي نظام کې ده او بس.