نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
ډاکټر عبدالحنان همت لیکوال، شاعر او دطب ډاکټر د افغانستان په تاریخ کې د ملوک الطوائفي دورې مخکې هم راغلې وې، خو دټوپکیانو دوره او هلته موجوده ملوک الطوائفي بیخي بېسارې وه. په ۱۹۹۲ز،کال چې مجاهدین په شیندلي ډول کابل ته ننوتل نو ملوک الطوائفي او سیمیزو حکومتونو نور هم زور واخست، او دهیواد دتجزیه […]
ډاکټر عبدالحنان همت
لیکوال، شاعر او دطب ډاکټر
د افغانستان په تاریخ کې د ملوک الطوائفي دورې مخکې هم راغلې وې، خو دټوپکیانو دوره او هلته موجوده ملوک الطوائفي بیخي بېسارې وه.
په ۱۹۹۲ز،کال چې مجاهدین په شیندلي ډول کابل ته ننوتل نو ملوک الطوائفي او سیمیزو حکومتونو نور هم زور واخست، او دهیواد دتجزیه کیدلو خطر نور هم زیات شو، که څه هم هلته مجاهدینو دصبغت الله مجددي په مشرۍ یو سمبولیک حکومت جوړ کړ، خو دغه حکومت تر پایه هم له ارګه ونه ووت .
دا چې مجاهدین د جهاد د دورې له شروع څخه سره پاشلي وه او له ډیرو هڅو سره سره د جهاد تر پایه پر یوه ګوند سره متحد نه شول، نو کابل ته هم په همغه متشتیت حالت کې داخل شول، هغه وخت هر ګوند د خپلې مفتوحه سیمي مطلق واکدار و، نور هیواد خو پریږده، یوازي د هیواد پایتخت د څو واکمنیو شاهد و، دکابل ښار محدودې ناحیې پر څو واکداریو عملا تجزیه شوې وې او دغه وړې پاچهۍ ډیر ژر د یوه او بل په وړاندي سره ښکر په ښکر شوې، دوی په خپل مینځ کې تر ټولو ډیرې بدې خونړۍ جګړې وکړې، چې په ترڅ کې یې د کابل ښار د نړولو ترڅنګ زموږ ۶۰ زره کابلیان هم په شهادت ورسیدل، د تنظیمونه دغه ملوک الطوائفي او جلا واکدارۍ یوازي تر کابله محدودې نه وې ، بلکې د هیواد ګوټ ګوټ د سلګونو وړو پاچهیو شاهد و.
هر ولایت او هرې ولسوالۍ ځان ته حکمران او هغه بیا له خپل ذهن سره سم ځان ته قانون درلود، هر قومندان ځان ته پاچا و، هر قومندان به د خپلو عوائدو د جمعه کولو په پار د ولس ځورولو اوشکولو لپاره پر عامو لارو پاټک درلود.
په ټول هیواد کې خپل سري او ظلم دومره اوج ته ورسېد چې هیچا هم ځان د خپل مال مالک نشو بللی، په سلګونو داسي پېښې رامینځ ته شوې چې خود سرو ټوپک سالارانو له خلګو د مالونو او پیسو تر څنګ مړوښې ښځې، پېغلې او کم عمرهلکان په زور بوتلل.
د وخت حاکم دومره بې اختیاره و چې رباني د یوه مظلوم هیوادوال پر عریضه چې ښځه یې یوه زور واکي قومندان په زور ځیني ګرځولي وه، شاته ولیکل چې “قومندان صاحب زنش واپس بدهید” نور د چا وس او اختیار نه و چې دا ډول ظالم ته هم تر صاحب پورته څه ووایې .
افغانستان په مطلق ډول له نړیوالې ټولنې څخه منزوي شوی و، یوازي ګاونډي هیوادونه و چې د خپلو ګټو په خاطر یې څه رابطې درلودې، خو هغه هم له شرمه او ذلالته ډکې .
د بهرنیو چارو د وزارت د تشریفاتو یوه مامور کیسه کوله وایې رباني پاکستان یو رسمي سفر درلود، کله چې هوایې میدان ته ورغلی په سفر کې د مسعود خاص کسان نه و ځای شوي، د مسعود کسانو رباني ومیدان ته پرې نه ښود او سفر بیرته لغوه شو، په داسي حال کې چې مسعود درباني خپل قومندان و.
د وخت حاکم صبغت الله مجددي د جمعیت یو قومندان د یوه ښکاره ظلم له امله بندي کړ، د قومندان خواخوږي را ټول شول پر ارګ یې برېښنا او اوبه بندې کړې،بالاخره مجددي مجبور شو چې قومندان دکومې محکمې له پریکړې پرته خوشي کړي. د کابل په ښار کې د ارګ شاوخوا د حزب وحدت، جنبش، حزب اسلامي، جمعیت اسلامي، اتحاد اسلامي، حرکت اسلامي او څو نورو تنظمونو جلا جلا حکمرانۍ او جلا جلا قوانین موجود وو.
ټوپکسالارانو په خپل مینځ کې او پر ولس دومره ظلمونه وکړل چې تاریخ یې له یادولو هم عاجز دی، دوی د خپل رقیب د ښه سوځولو لپاره هر وخت په ظلمونو کې نوي نوښتونه کول، مثلا له یوه بندي به یې سر پرې کړ او بیا به یې دستي په ایشول شویو تیلو کې واچاوه، کله چې به هغه بې سره تنه غورځیده، نو دې ته به دوی رقص مرده ویل، د حزب وحدت کسانو له لسګونو پښتنو ښځو تي (سینې) پري کړل او په څو پارسله کې یې سیاف ته دتحفې په ډول ور ولیږل، دا ډول د خلګو په سرونو کې میخونه ټک وهل هم د بندیانو لپاره یو ډول شکنجه وه، دوی به حامله ښځې د لینګیدلو تر وخت له ځان سره وساتلې، تر څو د دغه خاص حالت تماشه هم وکړي، په کابل کې چې به یې هر کورته زړه وغوښتل، ننوتل به او هر ډول وحشت به یې کاوه، خو چا یې ځواب نه درلود. د ارګ په نامه واکدار هم په مرکز کې او هم په ولایتونو کې له هر ډول نفوذ او حاکمیت نه بې برخي و، د هیواد ټول ولایتونه خپلواک و، تر پایه هم د مرکز امر او دمس،لینو ټاکنې پکې ونه منل شوې.
د شمال ولایتونه د ګاونډيو هیوادونو په لمسون دې ته تیار وو چې هیواد تجزیه او خپل ځان ته د خراسان په نامه یو مستقل هیواد اعلان کړي.دوی به په ښکاره د شمال د سرحدي ولایتونو پر دروازو لیکلي وه: «به سرزمین خراسان خوش امدید. »
حالات ورځ تر بلې خرابیدل، ولس تر ټولو خطرناک او نا امنه حالات تجربه کول، هیڅوک نه پوهیدل چې اخر به څه کیږي. ټوپک سالاران ورځ په ورځ قوي کیدل چې څومره به څوک ډیر نا اهله او ظالم و په همغه کچه به یې د قدرت ساحه پراخیدله.له بې دفاع ولس څخه هر څه هېر و، یوازي د خپل سرامن او د عزت ساتلو ته حیران و.
نور په بله برخه کې…..
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.