نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
مولوي عتیق الله عزیزي لیکوال او دسیاسي چارو شنونکی له نن نه شا او خوا ۲۵ کاله وړاندې د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد ( رحمه الله تعالی ) په مشرۍ د طالبانو اسلامي خوځښت په داسې حالاتو او شرایطو کې د هېواد او ولس نجات ته راودانګل او د خپلو سپېڅلیو قربانیو په مټ […]
مولوي عتیق الله عزیزي
لیکوال او دسیاسي چارو شنونکی
له نن نه شا او خوا ۲۵ کاله وړاندې د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد ( رحمه الله تعالی ) په مشرۍ د طالبانو اسلامي خوځښت په داسې حالاتو او شرایطو کې د هېواد او ولس نجات ته راودانګل او د خپلو سپېڅلیو قربانیو په مټ یې د شر او فساد په مقابل کې مبارزه پیل کړه ؛ چې د هېواد سمې ، غرونه ، دښتې ، ښارونه او سیمې د غاصبینو او شرمښانو ګوتو او پنجو ته لوېدلي وې .
جګړه مارو ډلو اویوشمیر تنظیمونو هېواد د واحد مرکزیت پر ځای په ګڼ شمېر واکمنیو بدل کړی وو ، ملي بنسټونه نړول شوي وو ، د هېواد پلازمېنه (کابل) ښار د جګړه مارو تنظیمونو د خپلمنځي شخړو اوخونړیو جنګونوپه وحشتناک میدان اوړیدلی و، د هېواد په هره سیمه ، ولسوالۍ او ولایتونو باندې بېلابېلو تنظیمونو او مسلحو ګروپونو پنجې خښې کړې وې . هغوي په ډیرې بې دردۍ سره د هېواد د ملي شتمنیو په چور چپاول او د خلکو په لوټولو او ځورولو باندې بوخت ول . د پاټکونو راج قایم وو ، په هره وړه او لویه لاره وسلوالو تنظیمونو ځنځیرونه اچولي وو ، په زور او وحشت به یې له خلکو پیسې او مالونه اخیستل ، د مظلومو او بې اسرې هېوادوالو عزت او عفت خوندي نه وو ، د فحشاوو اومنکراتو بازارونه تاوده وو ؛ او نور داسې جنایتونه او ناورینونه چې قلم اوتاریخ يې په یادولو باندې شرمیږي .
ددغو ځورونکو ناخوالو اوناورینو یو څو بېلګې :
د کابل په ارګ او مهمو دولتي ودانیو اومراکزو د جمیعت او شورای نظار قبضه وه ، رباني ځان ولسمشر ، احمد شاه مسعود يې د دفاع وزیر او د نظار شورا نور غړي يې په مهمو او لوړو دولتي پوستونو مسلط او پراته وو . دوي ځانته بیرغ ، ملي سرود ، د پیسو نوټ او په خارج کې يې خپل دیپلوماتان او سفیران درلودل
دافغانستان ، ملي زیرمي ، له مرکزي بانک څخه دملي پشتوانې طلاوي ، مدرنې وسلې ، تاریخي اسناد او قیمتي زخائیر له کابل ښارڅخه پنجشیر او بهر ته انتقالول ، تردې چې داریانا دوه الوتکې یې په ایران وپلورلې .
ګلبدین حکمتیار د کابل په چهار آسیاب ولسوالۍ کې صدارت اعلان کړی وو ، خپل ځانګړی سرود ، تلویزون ، راډیو او د افغانیو چاپولو ماشین یې لاره او د یوه مستقل دولت پیښې اونخریې کولې په هغه سربېره يې کلکه تلوسه درلوده ؛ چې کابل ښار ته لاس ور اوږد کړي ، حاکمې نقطې ونیسي ، په همدې نیت به یې وخت ناوخت خونړیو جګړو ته لاس اچاوه، له ډلو ټپلوسره به یې ایتلافونه کول او هم به یې د کابل په ښار له چهار اسیاب او ریشخورو څخه سلګونه ړانده راکټونه او توغندي یودم ورمرش او وتوغول ؛ دا غم او احساس به ورسره نه وو ؛ چې د کابل څومره بې ګناه ښاریان یې د راکټونو او توغندیو خوراک ګرځي .
په هغو سربېره یې د جنګي مصارفو پوره کولو او جمعه کولو لپاره د ( زرداد ، قلم او چمن ) په نوم مشهور داړماران د هېواد په لویو لارو باندې درولي وو ؛ له فرد فرد لاروي څخه به یې په زیات وحشت باجونه او پیسې اخیستلې .
همدا رنګه جنرال دوستم او ګلم جم ملېشو د کابل په بالاحصار او تپه مرنجان باندې مورچې نیولې وې ؛ ځانونه یې د کابل اصلي واکمنان او حقداران بلل ، د چور او چپاول او بدکاریو بازار یې ښه ګرم ساتلی وو .
دوستمي ملېشو د شمال په مزار ، جوزجان او فاریاب کې خپله مستقله واکمني اعلان کړې وه ، په بې خرته ډول یې دوستمۍ افغانۍ چاپولې ، ځانته یې سرود او بیرغ درلود او په ډیرو هیواد کې یې ځانګړي استاځي درلودل .
دا رنګه هزاره ګانو د کابل په غربي برخه کې د بابا مزاري په نوم مستقل سلطنت جوړ کړی وو ، شپه ورځ یې د چنګیزیانو یادونه تازه کول ، د خلکو د تعذیبولو لپاره به یې د شکنجو بېلابېل ډولونه په کار اچول ؛ لکه رقصِ مرده ، د ژبو پرېکول ، حیا دې وي د ښځو سینې پرې کول ، په جوش کړو او داغ شویو تېلو کې ژوندي انسانان ورغوپه کول ، دژوندیو انسانانو په سرونو میخونه ټک وهل او داسې نور کرغېړن او وحشتناک تعذیبونه چې قلم يې له لیکلو څخه عاجز دی .
سیاف په پغمان کې اړولي وو ، د هزارګانو سره لاس او ګرېوان وو ، خونړۍ جګړې به یې ورسره کولې ، د مسعود او رباني واکمنۍ ته به یې د مشروعیت او جواز ټکي لټول او په بدل کې به یې له رباني او مسعود څخه (له هغه دوه کانټینره افغانیو څخه چې په درېیو میاشتو کې به له روسيې څخه افغانستان ته راتللې ) نیم کانټینر پیسې پغمان ته وړلې .
په پاتې ولایتونو کې بیا د همدغو لویو غلو او داړه مارانو د قدرت مختلفې جزیرې اوقومندانان ول ؛ دولتي چوکۍ یې چور کړې وې ، د افغانستان زیرمې ، معدنیات ، کانونه ، تاریخي اثار او دولتي عواید یې د ټوپک په شپیلۍ اخیستل او جیبونو ته به یې اچول .په هغو علاوه یې له چورلکو نیولې تر ټانګونو ، توپونو او د مهمو صنعتي کارخانو او فابریکو ماشینونه او سامان الات د کباړ په نامه پاکستان ته وړل او په پنجاب به يې خرڅول .
همدا راز د شریرو ټوپکیانو او قومندانانو له لاسه د کابل ښار په ګډون په ډیرو ولایتونو کې د باعفته او مومنو هېوادوالو حیا او عزت خوندي نه وو ؛ د کوم وسلوال او قومندان به چې د چا لور او خور خوښه شوه نو هغه به یې د خپل قدرت اوتوپک په زور ځانته کوله او هېچا به يې په مقابل کې چون او چرا نشوه کولای .
خلاصه دا چې افغانستان د غلو ، داړه مارانو ، پاټکمارو ، جنګ سالارانو او تور زړو ډلو ټپلو لاس ته لوېدلی وو ؛ د هیواد فضا ، پولې ، حریم او ملي حاکمیت بې سرنوشته او بې صاحبه وو ، هر هېواد به په رسا لاس مداخله کوله او په ډیرې اسانۍ سره به یې پکې خپلې شیطاني برنامې پلي کولې .
هیڅ خارجي اتباع او دیپلومات ځان په دې مکلف نه باله چې افغانستان ته په پاسپورت او یا کومه رسمي اجازت نامه باندې راشي ، هر قومندان او زورواکي پخپلو سیمو کې ځانته قانون او مقررات جوړ کړي وو .
د امریکا په ګډون ګڼ شمېر هیوادونو هڅې کولې ؛ چې افغانان په ژبني ، قومي ، سمتي ، نژادي او مذهبي جګړو کې ښکېل کړي او یو بل تر دې حده ووژني ؛ چې د تل لپاره بیا دوي په یوه محور او یو مرکزیت راټول نشي، د ملي وحدت منارونه یې ونړیږي ، ارضي تمامیت یې نه جبرانیدونکي صدمي وویني او بالآخره افغانستان په څو برخو او ټوټو تجزیه او ووېشل شي .
د طالبانو اسلامي تحریک په د غسې ځورونکي او دردونکي حالت کې په دې هوډ او تعهد سره میدان ته راودانګل چې ” هیواد به د دغو غلو او داړه مارانو له جبر او ستم څخه ژغوري ، د الله تعالی په ځمکه به د الله تعالی نظام راولي او د ګران هیواد ارضي تمامیت چې له کومو خطراتو سره لاس او ګرېوان وو هغه به خوندي کوي.
افغانانو او هغو سابقه مجاهدینو چې په زړونو کې یې ایماني او جهادي غرور او جذبه موجوده وه ؛ هغوي چې کله د طالبانو د وینا او عمل یووالی او صدق ولید او په دې پوه شول چې د طالبانو شاته له الهي مرستې او ولسي ملاتړپرته بل هېڅ څه او هېڅوک نشته ، نو په سر او مال سره یې د هغوي هرکلی وکړ ، ورسره یوځای شول ، وسلې او امکانات یې ورته راوړل او د وحشي ټوپکسالارانو او یوشمیر خونخوارو تنظیمونو پر خلاف ورسره اوږه پر اوږه ودرېدل .
هغو مغرورو ، وحشي او مفسدو جګړه مارانو چې له چور چپاول ، ټوپکسالارۍ ، لوټمارۍ ، شراب خورۍ ، لواطت او له نورو بدو او غیر انساني کړنو څخه يې بل کردار نه درلود ؛ کله چې يې د ولس او طالبانو یون او پولادي کلک عزم او قوي اراده ولیدله ؛ نو زیاترو يې د تېښتې لارې ونیولې او کومو چې د مزاحمت او مقاومت اراده لرله هغوي د اسلام او هېواد د ريښتینو سپاهیانو (طالبانو) په لاسونوتصفیه او د زورواکۍ ځالې يې له منځه یووړل شوې .
پر ځای یې امن ، ثبات ، عفت ، عدالت او سپېڅلې اسلامي واکمني راغله او د هېواد لر او بر تر یوه بیرغ او یوې قوماندې لاندې راغی او په لومړي ځل د یوه ریښتیني اسلامي نظام پلوشې د هېواد په پلازمېنه او ټول هیواد باندې خپرې ، ملي استقلال او ځمکنۍ بشپړتیا خوندي ، پولي محفوظي اودافغانستان دلوړو مصالحو او دیني ارزښتونودساتنې او پالنې واحده مرجع پیداشوه .
نور بیا……
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.