اسلامي امارت د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا څرنګه وساتله؟/ دوهمه برخه

 مولوي عتیق الله عزیزي لیکوال او دسیاسي چارو شنونکی دهېواد له ارضي تمامیت سره د اسلامي امارت د وفا او مینې راز : که څوک له تعصب او کرکې څخه کار وانخلي ؛ نو په دې به پوه شي چې اسلامي امارت د خپلې تیرې دورې پر مهال نه دا چې د افغانستان له لوېشت […]

 مولوي عتیق الله عزیزي

لیکوال او دسیاسي چارو شنونکی

دهېواد له ارضي تمامیت سره د اسلامي امارت د وفا او مینې راز :

که څوک له تعصب او کرکې څخه کار وانخلي ؛ نو په دې به پوه شي چې اسلامي امارت د خپلې تیرې دورې پر مهال نه دا چې د افغانستان له لوېشت لوېشت ځمکې څخه کلکه دفاع وکړه او په ټوله معنا یې ارضي تماميت خوندي کړی و ، ورسره یې د افغانستان ګاونډیان هم په ارام کړي وو او د متقابل احترام په مبنا یې ورسره ښه او نېک چلند درلود .

اسلامي امارت خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو لکه ایران ، پاکستان ، تاجکستان ، ازبکستان ، ترکمنستان ، چین او نورو هېوادونو ته په عمل کې ثابته کړې وه ؛ چې د افغانستان له خاورې څخه هیچا ته ګواښ او خطر نشي پېښېدلی او هغو مهاجرینو ته ؛ چې د روسانو پر خلاف د جهاد له مهاله په افغانستان کې مېشت او ځای پرځای شوي وو ؛ هغوي ته یې ویلي وو چې تاسي یواځي د اسلامي ورورولۍ له مخې دلته اوسېدلای شئ ؛ ددې کار هیڅکله اجازه نلرئ ؛ چې د افغانستان له خاورې او حریم څخه پخپلو او یا نورو ملکونو کې لاسوهنې وکړئ او مشکلات جوړ کړئ .

د اسلامي امارت د تیرې- پوره واکمنۍ پر مهال هیچا نه ثابته او نه یې اوس څوک ثابتولای شي ؛ چې له افغانستان څخه دې د نورو هېوادونو په امورو کې ګوتې وهل شوې وي ، تر دې پورې چې کله د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپتمبر په ۱۱مه نېټه په امریکا کې کومه پېښه وشوه او پړه یې د یوې توطيې له مخې په اسامه بن لادن واړول شوه ؛ اسلامي امارت په مسئولانه توګه امریکا ته وویل : که چیرې هغوي په نوموړې پېښه کې داسي کره شواهد لري چې اسامه بن لادن پکې دخیل او پړ وبلل شي ؛ نو مونږ تیار یو چې پخپلو محاکمو او یا د درېیو نورو اسلامي هیوادونو په محکمو کې دغه موضوع څېړلو او ارزولو ته وړاندې کړو .

دا ډېره مهمه خبره ده ؛ چې اسلامي امارت په هغه دور کې له سياسي او اقتصادي ضعف او کلابندیو سره سره د افغانستان ارضي تماميت په تمامه مانا خوندي وساته !! علت یې دا وو ؛ چې اسلامي امارت دین او هېواد ته سخت ژمن وو ، سودا او معامله ورته نه بښونکی جرم ښکارېده ، حتى په دغه موضوع ورته بحث هم جفا برېښیده .

په ۱۹۹۸ میلادي کال د اګست میاشتې په اتمه نېټه په مزار شریف کې د ایران څو تنه پوځي اواستخباراتي  اتباع په داسې حال کې ووژل شول ؛ چې طالبان د بلخ مرکز مزار شریف ته ننوتل . د اسلامي امارت د مسؤلو مقاماتو په اند چون هغه شیبې کاملا جنګي وې ؛ نو کشرانو طالبانو ته  د ېپلومات اوغیر دېپلومات  درک نه لګیده او مهمه خبره دا چې له هر اړخه او له هر دولتي تعمیر څخه په مسلسل ډول ډزې کیدلې نویو امکان داو ؛ چې د جنګي او غیر نورمال حالت له وجې دې ایراني اتباع  هم هدف ګرځیدلي وي او ممکن جنګي طالبانو دا فکر کړی وي چې دغه کسان د محقق او خلیلي خلک دي .

او ددې خبري امکان هم نشي رد کېدلی چې دا کار دې د شمالي ټلوالې افرادو د یوه سازش له مخې کړی وي ؛ ترڅو ایران د طالبانو پر خلاف یوې لويې جګړې ته را وپاروي .

بهرحال اسلامي امارت په هغه مهال نوموړې پیښه په کلکه توګه وغندله او ایراني دولت ته یې اطمینان ورکړ چې چمتو دي ؛ د پیښې په باب بې پرې تحقیقات وکړي ، عاملین یې پیدا او د عدالت منګلو ته يې وسپاري .

خو ایراني چارواکي سختو احساساتو اخیستي وو داسلامي امارت غږ ته یې هېڅ غوږ کېنښود ، خبره تردې ځایه ورسېده ؛ چې ایران د افغانستان غربي پولو ته نیږدي لسګونه زره عسکر او لويې وسلې ځای پرځای کړې او ګواښ یې وکړ که په اصطلاح دهغوئ ددیپلوماتانو قاتلین ورته ونه سپارل شي نو په افغانستان به حمله وکړي .

په مقابل کې د اسلامي امارت زعیم مرحوم ملا محمد عمر مجاهد ایرانیانو ته وویل : چې د احساساتو پرځای له هوش او تدبیر څخه کار واخلئ ، جنګ او زور د حل لاره نه ده، دواړه ګاونډي هېوادونه یو ، باید ټول مسایل د خبرو له لارې حل کړو او د ایران او افغانستان  له جګړې څخه مقابل لوري (اسلام د ښمنه قووتونو)  ته ګټې رسیږي .

 لوی ملا صاحب رح چې کله د ایراني واکمنو غورځې پرځې او د یرغل ګواښونه ولیدل چې نه په کراریږي ؛ نو د خپل هېواد پولوساتلو او دفاع ته یې زرګونه  افراد له درنو وسلو سره ولېږل ، ایران ته یې په ډاګه وویل : چې افغانان د جګړې هوس نه لري بلکې ستړي او ستومانه دي ؛ خو که د یرغل او تجاوز معمولي حرکت مو هم وکړ ؛ نو تر وروستۍ سلګی به درسره وجنګیږو او تر اصفهان پورې به مو د الله پاک په نصرت وځغلوو .

ایرانیانو چې د مرحوم ملاصاحب او اسلامي امارت جدیت او له خپل هېواد اوارضیي تمامیت سره د ځان ځارونې ترکچې مینه ولیدله چې هیڅ تسامح او چشم پوشۍ ته نه دي تیار ؛ نو د ایران لوی مشر ( خامنه ای ) مداخله وکړه او په ډیر حکمت یې خپل پوځونه او وسلې د افغانستان له سرحداتو څخه وروسته او پرشا کړې .

 همدا ډول د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال طالب مشرانو ته داسې اطلاع ورسېده چې د هیواد د ختیځي سیمې ننګرهار په پوله د ګوشتې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پاکستان له لوري په صفري نقطه کې څه خلاف ورزی شوې او پاکستانیان څو قدمه وړاندې راغلي دي ؛ نو د امارت له لوري د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر مرحوم مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله په مشرۍ لوړ پوړی پلاوی وټاکل شو ، هغوي نوموړې سیمې ته ولاړل ، له مېشتو قبایلو مشرانو سره یې له نیږدې ولیدل ، حقایق یې ځانته معلوم کړل او دا خبره يې درک کړه چې پاکستانیان په رښتیا هم څو قدمه وړاندې راغلي دي  ؛ حقاني صاحب رحمه الله په هماغه ځای کې د پاکستان له سرحدي مسئولینو سره ولیدل او د هغوي تجاوز (پېش قدمي) یې ورپه ګوته کړه .

د پاکستان سرحدي مسئولینو د څو ورځو مهلت غوښتنه وکړه، مګر مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله ورته وویل : چې ” ترهغې مونږ مطمئین شوي نه یو او پخپلو سترګو مو ستاسو شاتګ نه وي لیدلی مونږ بیرته نه ستنیږو او په دې لوړو ژورو کې درته اړوو ‎.

 بیا د پاکستاني چارواکو له لوري حال راغی چې مونږ ستاسي اندېښنه لیرې کوو خو که دغه موضوع لږ رسمي بڼې ته واړوئ او د مطبوعاتو په مخ تاسي د یاد تجاوز ذکر وکړئ او هم یې د حل یادونه وکړئ ؛ نو دا به د اینده لپاره هم ګټور عمل وي،

 دامارت پلاوي ورته وویل : چې تاسي کله تجاوز ته مټې بډوهلې ، هلته مو ولې مطبوعات نه خبرول چې اوس مطبوعات خبروئ! ؟هماغه وو چې کله نوموړې ستونزه حل شوه او پاکستانیانو خپلې مورچې شاته کړې نو د اسلامي امارت وفد له سیمې څخه راستون شو.خو متأسفانه په نوموړي سیمه کې د اسلامي امارت له دورې وروسته د غلام حامد کرزي او غلام اشرف غني په دورو کې پاکستانیانو له لس کلومتره زیاته صفري نقطه هضم کړې او پېش قدمي يې کړې ده .

 همدا راز د امارت د دورې پر مهال ډیورنډ لاین ته نږدې د تورخم په ساحه کې د پاکستانیانو يو مړى وموندل شو . د پاکستان حکومت غوښتل چې د یادې پېښې د څېړنې لپاره په ډیورنډ کرښه تورخم لوري ته ور واوړي ، د ولایت مسئولینو له لوري له مشر ملا صاحب نه هدايات وغوښتل شول، لوی ملا صاحب رح ورته اجازه ورکړه چې را وا دې وړي ، خو په ساده لباس کې ؛ پوځي او حکومتي دريشي کې به نه راځي .که څه هم دا خبره په دوي ډيره درنه تمامه شوه خو بیا هم په ساده جامو کې راغلل او خپل تحقيقات يې تر سره کړل .

بیا څه موده وروسته چې کله څه طالبان په ډیورنډ کرښه اخوا ته واوښتل نو پاکستاني پوځيانو غوښتل چې پټکي ترې لرې کړي ، ځکه چې وای تاسو زموږ دولتي/رسمي يونيفارم راباندې لرې کړى وو ، موږ مجبور يو ستاسو يونيفارم (پټکي) لرې کړو ، خو طالبانو سخت مقاومت ورسره وکړ، او هغوي يې دېته پرېنښودل چې پټکي ترې لیرې کړي .

دغه ډول پیښې له پاکستان سره دغلام خان ، ببرک ټاڼي ، کونړ ، بولدک اونورو سرحدي پولوکې څو واوره مخي ته راغلي چې اسلامي امارت په خورا جدیت او حکمت دفع او خاموشه کړي .

دافغانستان له لوړو ملي ارزښتونو ، سترو مصالحو او د افغانانو له نبض سره د اسلامي امارت د وفادارۍ به تردې بل ښکاره ثبوت څه وي ؟ چې د پاکستان د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي یې په ډېرو مرکو او ویناوو کې یادونه کوي او د نوموړي هیواد د کورنیو چارو د پخواني وزیر نصیرالله بابر د خولې هغه حکایت رانقلوي چې په کندهار کې يې له ملا محمد عمر مجاهد سره د لیدلو پر مهال د افغانستان او پاکستان حساسه موضوع ( ډیورنډ لاین ) یادونه کړې وه (اسفندیار وایې نصیرالله بابر راته وویل: زه په کندهار کې له ملا محمد عمر مجاهد سره په دسترخوان ناست وم ، ډوډۍ مو خوړله ؛ دا خبره مې ورته وکړه چې امیر صاحب ! که دا د ډیورنډ کرښه مو ومنله نو دا ټوله مسله/مشکل حل کیږي، بابر ویل ملا صاحب راته وویل کېږده دا مړۍ (ګوله) دې ، پاڅه او ځه خاينه !! )

که څه هم د پښتنو په درانه کلتور کې دا ډېره لویه او درنه خبره ده چې مېلمه له خپلې حجرې او دسترخوان څخه وشړي خو دا د امارت اسلامي د زعیم ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله له ګران هېواد او مومن ولس سره د مینې هغه پوشيده راز وو چې له بل وطن څخه راغلی مېلمه يې له خپل دسترخوان څخه پاڅاوه او له هېواد څخه يې ورته د وتلو امر وکړ .

خلاصه داچې داسلامي امارت  دهیواد له ارضي تمامیت څخه په ټینګه دفاع کړې او د واکمنۍ په مهال یې دهیواد یوه لویشت خاوره هم کوم ګاونډي نه ده غصب کړې.