اسلامي امارت؛د ژمنتیا څو مثالونه!

سید شریف: اسلامي امارت دګران هیواد خپلواکۍ، امنیت، یووالي، مرکزي واکمنۍ، ارضي تمامیت، ښېرازۍ او په ټوله کې دافغان ولس لوی ارمان اسلامي نظام ته ژمن دی. د افغان ولس یو لوی ارمان او ستره غوښتنه د اسلامي نظام حاکمیت دی، ددې ارمان د ترسره کیدو لپاره یې ملیونونه سرونه قربان کړي، جسماني او رواني […]

سید شریف:

اسلامي امارت دګران هیواد خپلواکۍ، امنیت، یووالي، مرکزي واکمنۍ، ارضي تمامیت، ښېرازۍ او په ټوله کې دافغان ولس لوی ارمان اسلامي نظام ته ژمن دی.

د افغان ولس یو لوی ارمان او ستره غوښتنه د اسلامي نظام حاکمیت دی، ددې ارمان د ترسره کیدو لپاره یې ملیونونه سرونه قربان کړي، جسماني او رواني شکنجې او ځور یې ګاللي، له شتمنیو او کورونو بې برخې شوي او…..

اسلامي امارت نویمه لسیزه کې دولس همدا ارمان( د اسلامي نظام حاکمیت) پوره کړ. وروسته چې یرغلګرو پر ګران هیواد یرغل وکړ او  اسلامي نظام یې له منځه یووړ، اسلامي امارت یو ځل بیادهیواد د خپلواکۍ او  د اسلامي نظام دحاکمیت په موخه جهاد او مبارزه پیل کړل.

 اسلامي امارت که په نظامي ډګر کې داسلامي نظام په وړاندې د شته خنډونو جارو کولو ته  لومړیتوب ورکړی، نو په هر سیاسي کنفرانس او مطبوعاتي ناسته کې یې هم دافغان ولس همدا ستره غوښتنه( اسلامي نظام) یاده کړې او پرعملي کیدو یې ټینګار کړی دی.

اسلامي امارت ته د نیم افغانستان د سپارلو وړاندیزونه شوي،نه یوازي داچې همدا ډول پیشنهادونه یې منلي نه دي، بلکې سخت غبرګون یې ښودلی.

د اسلامي امارت په واکمنۍ کې چې دهیواد ۹۵ سلنه باندې یې ولکه وه،هیڅ ګاونډي، له هیڅ لوري دومره زړه ونه کړ چې دګران هیواد یوه لوېشت مځکه لاندې کړي، خو برعکس دامریکایي اشغال سره دهیواد ډیرې سیمې ګاونډیانو دکابل حکومت او چارواکو سره د بېلابیلو پروټوکولونو  پر بنسټ لاندې کړې.

د بېلګې په توګه سپین بولدک کې د دوستۍ په نوم دروازه  چې دوه کیلو مټره دې خواته جوړه شوه، دجهانګیر او لقمان کليو سپارل، د تور خم رسمي دروازه، ګوشته کې تاسیسات او پر ډیورنډ د اغزن تار لګول .

همداراز د حیراتان پل چې د امارت واکمنۍ کې نیم دافغانستان او نیم دازبکستان و، خو اوس همدا پل په بشپړه توګه د ازبکستان په ولکه کې دی.

په زرنج کې دافغانستان- ایران پر پوله د بازار مشترک په نوم بازار ته ورته یوه لویه منډیې وه، دامارت په واکمنۍ همدا بازار د افغانستان برخه ګڼل کیده، خو اوس  همدې بازار  کې دایران بیرغ رپیږي،ایران یې خپله برخه ګڼې او افغانان همدې بازار ته په ډير تکلیف ځي او راځي!!

اسلامي امارت دهیواد په بیارغونه او ښېرازۍ کې ټول امکانات په کار اچولي،حتی همدا اوس د اشغال ضد جهاد په سخته مرحله کې یې هم دهیواد په مختلفو برخو کې مدرسې، ښوونځي، روغتونونه، پلونه، سړکونه او نور عام المنفعه بنسټونه جوړ کړي.

د اسلامي امارت مشرتابه او مجاهدین له سره تېر شوي، خو دهیواد، امارت او مبارزې پر خپلواکۍ یې له چا سره جوړجاړی نه دی کړی. په ډیرو سختو حالاتو کې یې ددین، هیواد او ولس خدمت ترسره کړی دی.

د اسلامي امارت تعهد دنورو په څېر یوازي د کاغذ پر مخ کرښې نه دي، بلکې په تکرار سره یې ثابته کړې چې پر  کړې وعده وفا کوي.  څه چې  وایې په عمل کې یې پلي کوي،غدر نه کوي، تر خبرو او شور یې کار پیاوړي او پراخ دی او په وار وار یې د قول او عمل بېساری یووالی ثابت کړی.

اسلامي امارت چې زموږ دیني او ملي منافع تامین کړي، فردي او ټولنیز حقونه یې را ساتلي، نو اسلامي امارت ته ژمنتیا مو وجیبه جوړیږي،  تر ممکنه حده باید داسلامي امارت ساتنه وکړو او د پیاوړتیا لپاره یې هر اړخیزې هڅې وکړو.