وې اتل یې اتل…

شاعر:عبدالقدوس منقاد  د امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رح د اووم تلين په مناسبت خپل سليم موقف څخه بېزار نه شوې ، وې اتل يې اتل بې له رب بنده د کوم بادار نه شوې ، وې اتل يې اتل جوړ دې اسلامي خوځښت کړ جوړ ستر يون هم ستر انقلاب او جهادي پاڅون […]

شاعر:عبدالقدوس منقاد 

د امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رح د اووم تلين په مناسبت

خپل سليم موقف څخه بېزار نه شوې ، وې اتل يې اتل
بې له رب بنده د کوم بادار نه شوې ، وې اتل يې اتل

جوړ دې اسلامي خوځښت کړ جوړ ستر يون
هم ستر انقلاب او جهادي پاڅون
دې اغزن پړاو کې شوې ثابت په دين
ځکه ناجح ووتې له ستر ازمون
ځکه مسلمه امت ته عار نه شوې ، وې اتل يې اتل

وادې خيست د کونډو يتيمانو پور
وې د مظلومانو د سينو ټکور
تا باندې راټول وو ډېر عرب عجم
ته وې د نړۍ د مجاهدو ورور
ته د ټولو مينه شولې خار نه شوې ، وې اتل يې اتل

غرب ته دې کړو ور دعبرتونو درس
هم مسلم امت ته د ننګونو درس
وي به د تاريخ په سپينه پاڼه کې
لولو به تل ستا د غيرتونو درس
دنده دې پوره کړه نيمه لار نه شوې ، وې اتل يې اتل

ته وې بت شکن تا شر فساد کړل مات
هم دې ستر طاغوت کفر الحاد کړل مات
وې ثالث عمر د عصر ستر فاتح
تا غربي ښکېلاک کفري بلاد کړل مات
دين ته تل منقاد ولې غدار نه شوې ، وې اتل يې اتل