ويني او اوښکې

ابراهیم صیاد درځ شو چې کور او کلي اور واخیست ژوند له مظلوم ظالم په زور واخیست د خپل تربور د لاسه کیږی پر ما د وخت کافر رانه زوړ پور واخیست ویني او اوښکې سره ګډه تللې چا له مورکۍ د سترګو تور واخیست یوې خورکۍ په چیغو چیغو ویل خدایه له ما څخه […]

ابراهیم صیاد

درځ شو چې کور او کلي اور واخیست
ژوند له مظلوم ظالم په زور واخیست

د خپل تربور د لاسه کیږی پر ما
د وخت کافر رانه زوړ پور واخیست

ویني او اوښکې سره ګډه تللې
چا له مورکۍ د سترګو تور واخیست

یوې خورکۍ په چیغو چیغو ویل
خدایه له ما څخه یی ورور واخیست

د ماشومانو په سینو خښې وې
ګرمو چرو له ستونو شور واخیست

صیاد له غم پسې غمونه وینم
غم مې له زړه د غمو زور واخیست