غزل/ټکور

چینار ټکور شکـر دی چې ځان راسره پاتې دی غم خو دې لا ځوان راسره پاتې دی خدای ته مې هر څه ستا په نوم وسپارل یو څیرې ګرېوان راسـره پاتې دی زه یمـه هجران دی توره دښته ده ژوند هسې تاوان راسره پاتې دی ویاړم ملګرتيا ته دې لا ژمن یمه ویاړم چې ایمان […]

چینار ټکور

شکـر دی چې ځان راسره پاتې دی
غم خو دې لا ځوان راسره پاتې دی

خدای ته مې هر څه ستا په نوم وسپارل
یو څیرې ګرېوان راسـره پاتې دی

زه یمـه هجران دی توره دښته ده
ژوند هسې تاوان راسره پاتې دی

ویاړم ملګرتيا ته دې لا ژمن یمه
ویاړم چې ایمان راسره پاتې دی

دا چـــې بې ديدنـه رانـه لاړلې
دغـه يو ارمان راسـره پاتې دی

زخم د زړګي ته بې ټکور کړمه
ياد مې د جانان راســـره پاتې دی