نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
یو څو د څنګ ملګري او یاران راباندي ګران دي یوڅو د خوږي میني پتنګان راباندي ګران دي یوڅو لکه نرګس لکه ګلاب لکه رېدي دي یو څو لکه چمبیل لکه ریحان راباندي ګران دي یو څو د غرب ومخته لکه نر غوندي ولاړ دي یو څو دسپین ارمان پلور روان راباندي ګران دي یو […]
یو څو د څنګ ملګري او یاران راباندي ګران دي یوڅو د خوږي میني پتنګان راباندي ګران دي
یوڅو لکه نرګس لکه ګلاب لکه رېدي دي یو څو لکه چمبیل لکه ریحان راباندي ګران دي
یو څو د غرب ومخته لکه نر غوندي ولاړ دي یو څو دسپین ارمان پلور روان راباندي ګران دي
یو څو د سترګو تور ګڼم په زړه کي یې ساتمه یو څو راباندي ښه لګې تر ځان راباندي ګران دي
یو څو قدر مند خلک د خوږو شهتو په څیر دي یو څو د عمري میني ځوانان راباندي ګران دي
یو څو د مهاجر د ګل وطن ستري هستۍ دي یو څو د نر بچي د خراسان راباندي ګران دي
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.