امنيه قومندان د امنيت آمر او د جنايي مدير سره وکتل

  زرنج، د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د نیمروز امنیه قومندان الحاج سردار محمد “ایوبي” په خپل کاري دفتر کې له امنیت آمر او جنایي مدیر سره د لا ښه امنیت د تأمین او له جرمونو سره د مبارزې په موخه خبرې وکړې. امنیت آمر او د جنایي جرمونو پر وړاندې د […]

 

زرنج،

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د نیمروز امنیه قومندان الحاج سردار محمد “ایوبي” په خپل کاري دفتر کې له امنیت آمر او جنایي مدیر سره د لا ښه امنیت د تأمین او له جرمونو سره د مبارزې په موخه خبرې وکړې.

امنیت آمر او د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ډاډ ورکړ، چې په خپلو کاري برخو کې به د امنیت د تأمین او د جرمونو د له منځه وړلو په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.