نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د هیواد په پلازمېنه کابل کې نن چهار شنبه سلګونو افغانانو په پراخه کچه لاریون وکړ، په دې لاریون کې چې ګڼ شمېر مېرمنو یې هم ملتیا کوله د حجاب په ملاتړ او د اسلامي امارت حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه و. دوی ټینګار کاوو چې افغان مېرمنې باید له دیني او ملي ارزښتونو […]
د هیواد په پلازمېنه کابل کې نن چهار شنبه سلګونو افغانانو په پراخه کچه لاریون وکړ، په دې لاریون کې چې ګڼ شمېر مېرمنو یې هم ملتیا کوله د حجاب په ملاتړ او د اسلامي امارت حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه و.
دوی ټینګار کاوو چې افغان مېرمنې باید له دیني او ملي ارزښتونو څخه په کلکه دفاع او ساتنه وکړي، لاریون کوونکو همدا راز د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو شعارونه هم له ځانونو سره بدرګه کول.
لاریون کوونکي سړي او مېرمنې په افغانستان کې د امریکا سفارت مخې ته راټول د ” مونږ له خپلو ملي ارزښتونو دفاع کوو. مونږ له خپل حکومته په کلکه ملاتړ کوو.“ شعارونو سره یې د نوي سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه.
ددې خورا ستر لاریون یوې برخه والې په خپلو خبرو کې وویل، مونږ باید خپل فرهنګ وساتو، مونږ د غرب فرهنګ نه غواړو، له نړۍ څخه د خپل حق غوښتنه کوو، کنګل شوې شتمني د افغانستان مسلم حق دی، دا د کونډو او یتیمانو حق دی.
له هغه وروسته چې د امریکا په مرسته جوړه شوې اداره د اسلامي امارت لخوا را وپرځول شوه، امریکا د افغانستان کابو ۱۰ میلیارده ډالره شتمني کنګل کړه، دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني استازي هم ویلي، چې امریکا باید د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.
بلخوا د امریکا ګڼ شمېر چارواکو هم د بایډن له ادارې غوښتنه کړې تر څو د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې او د بشري بحران مخنیوی وکړي.
د یادونې وړ ده چې په هیواد دننه او بهر کې د شوي لاریون په اړه مثبت غبرګونونه ښودل شوي، ټولو هیوادوالو د افغان مېرمنو ورته لاریون یو مثبت ګام بللی او له نړیوالوهیله مند دي چې د افغانانو مشروع غوښتنې ومني.
دا لاریون په داسې مهال تر سره کیږي چې څو ورځې وړاندې یو شمېر مېرمنو حجاب ته سپکاوی وکړ او اور یې ورته ورته کړ، چې په غبرګون کې یې ګڼو افغانانو په نني لاریون کې برخه اخیستې وه.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.