کاناډا: د نړۍ په تر ټولو امن ښار ټورنټو کې د وسله وال بريد له امله ۷ کسان وژل شوي

د ورکړل شويو راپورونو له مخې، د کاناډا په ټورنټو ښار کې د وسله وال بريد له امله ۷ کسان وژل شوي دي، د يارک سيمې پوليسو رسنيو ته ويلي، چې دا پېښه د اونټاریو سيمې په يو اپارتمان کې را منځ ته شوې ده، تر اوسه د بريد لامل نه دی څرګند شوی. د […]

د ورکړل شويو راپورونو له مخې، د کاناډا په ټورنټو ښار کې د وسله وال بريد له امله ۷ کسان وژل شوي دي، د يارک سيمې پوليسو رسنيو ته ويلي، چې دا پېښه د اونټاریو سيمې په يو اپارتمان کې را منځ ته شوې ده، تر اوسه د بريد لامل نه دی څرګند شوی.

د کاناډا خبري رسنۍ وايي، چې په دې خورا خونړۍ پېښه کې ۷ کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی او د ځايي امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې بريد کوونکی هم وژل شوی دی.

د کاناډا امنيتي ځواکونه تر دا مهاله په دې نه دي توانېدلي چې د بريد کوونکي هويت معلوم کړي، خو د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

د يادونې وړ ده، چې په لومړنيو معلوماتو کې د پنځو تنو د وژل کېدو او د يوه تن د ټپي کېدو راپور ورکړل شوی و، خو وروستيو راپورونو کې د وژل شويو کسانو شمېر ۷ تنه ښودل شوي دي، ښايي د مرګ ژوبلې په شمېر کې زياتوالی راشي.

د معلوماتو پر اساس د کاناډا اړوند ټورنټو ښار په نړيواله کچه له ډېرې مودې راهيسې يو له خورا خوندي ښارونو څخه شمېرل کيږي او ورته پېښې پکې په ډېره کمه اندازه تر سره کيږي.