پکتیکا، د معارف مسئولینو د وازېخوا ولسوالۍ د ښوونيزو ادارو له مهتممینو او مديرانو سره غونډې وکړې

د اسلامي امارت د معارف سيمه ييزو مسوولینو د پکتیکا ولایت د وازېخوا ولسوالۍ د ښوونيزو ادارو له مهتممینو او مديرانو سره جلا جلا غونډې وکړې. دغه ناستې د سه شنبې او چهارشنبې په ورځ د رمضان المبارک د میاشتې په ۱۲ مه او ۱۳ مه نېټه چې د غوايي د میاشتې له ۱۶ مې […]

د اسلامي امارت د معارف سيمه ييزو مسوولینو د پکتیکا ولایت د وازېخوا ولسوالۍ د ښوونيزو ادارو له مهتممینو او مديرانو سره جلا جلا غونډې وکړې.

دغه ناستې د سه شنبې او چهارشنبې په ورځ د رمضان المبارک د میاشتې په ۱۲ مه او ۱۳ مه نېټه چې د غوايي د میاشتې له ۱۶ مې او ۱۷ مې نېټې سره سمون لري ترسره شوې.

د تعلیم اوتربیې ځایي مسئولینو دې غونډو ته د سیمې د دیني مدارسو مهتممین او د ښوونځیو مدیران رابللي وو، د ښوونیز بهیر د چټکتیا او بېرته د تعلیمي ادارو د خلاصون لپاره د لازمو تدابیرو په نیولو خبرې او مشورې وشوې.

ګډونوالو ته د مدارسو او د ښوونځیو نصابونه او د مدارسو ۲۰ ماده يیزې او د ښوونځیو ۵۱ ماده يیزې کړنلارې ورکړل شوې او د تعمیل په اړوند ورته سپارښتنې وشوې او د لایحې ځينې مهمې مادې چې په دوی پورې تړلې وې هم بیان شولې.

همدا راز د غونډو ګډونوالو ته لازمې سپارښتنې وشوې تر څو خپل اړوند پرسونل دې ته متوجه کړي، تر څو د ولس بچیانو ته د خپل مقدس مسئولیت له مخې په سالمه روزنه کې سپما ونکړي.

۵/۸/۲۰۲۰