په کندز، بدخشان او لغمان ولایتونو کې د حافظانو او قاریانو د فراغت په مناسبت غونډې وشوې

د کندز ولایت د پوهنې د سیمه ییزو مسئولینو تر څارنې او سر پرستۍ لاندې د دې ولایت د امام صاحب  ولسوالۍ اړوند د سید اباد د سیمې له تعلیم القرآن والسنة مدرسې څخه (۸) تنه او د امام قطیبة رحمه الله  له  مدرسې څخه  (۲۱) تنه حافظان د لویو پرتمینو غونډو په ترڅ کې […]

د کندز ولایت د پوهنې د سیمه ییزو مسئولینو تر څارنې او سر پرستۍ لاندې د دې ولایت د امام صاحب  ولسوالۍ اړوند د سید اباد د سیمې له تعلیم القرآن والسنة مدرسې څخه (۸) تنه او د امام قطیبة رحمه الله  له  مدرسې څخه  (۲۱) تنه حافظان د لویو پرتمینو غونډو په ترڅ کې فارغ او د ستارونه ور په سر شول.

دغه راز د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ اړوند د فرغامنج  د سيمې په عمر فاروق رضی الله عنه مدرسه کې (۱۰) تنو حافظانو ته د فراغت پګړۍ وتړل شوې.

همدا رنګه د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ اړوند د نورلام درې دې ګارا د سیمې په تحسین القرآن مدرسه کې (۱۲)  تنو حافظانو ته او د قرغیو  ولسوالۍ مربوطه د زعفران د  کلي د شهید معروف خیل  په مدرسه کې (۱۰) تنو حافظانو ته د فضيلت دستار ورپر سر شو.

د پوهنې د مسئوولینو له لوري په دې اړه سترې غونډې ترتيب شوې وې چې ګڼ شمېر علماء کرامو، قومي مشرانو، طالب العلمانو او زرګونوعامو وګړو پکې ګډون کړی وو.

علماء کرامو د سیمې ولسونه د دیني مدارسو تأسیس او تمویل  ته تشویق کړل چې په دې ډول دیني مدرسو ته اهمیت او لومړيتوب ورکړل شي او په ټولو سیمو کې جوړې شي.

۴-۱-۲۰۲۰