په بلخ، کندز او لغمان ولایتونو کې د حافظانو او قاریانو د دستار تړلو مراسم ترسره شول

د بلخ ولایت د پوهنې د سیمه ییزو مسئولینو تر څارنې او سر پرستۍ لاندې د دې ولایت په البرز، چهاربولک او خاص بلخ ولسوالیو کې د حافظانو د فراغت په ویاړ پرتمینې جلسې ترسره شوې، په دې ترڅ کې د البرز ولسوالۍ اړوند د قلعه جمعه خان د سیمې په عبدالله ابن مسعود رضی […]

د بلخ ولایت د پوهنې د سیمه ییزو مسئولینو تر څارنې او سر پرستۍ لاندې د دې ولایت په البرز، چهاربولک او خاص بلخ ولسوالیو کې د حافظانو د فراغت په ویاړ پرتمینې جلسې ترسره شوې، په دې ترڅ کې د البرز ولسوالۍ اړوند د قلعه جمعه خان د سیمې په عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه مدرسه کې (۸) تنو حافظانو ته، د چهاربولک ولسوالۍ اړوند د احمد اباد عربي د سيمې په دارالعلوم المدینة المنورة مدرسه کې (۱۲) تنو حافظانو ته او د بلخ ولسوالۍ اړوند په صدقیه مدرسه کې (۸) تنو حافظانو ته د فراغت په ویاړ پګړۍ ور په سر شوې.

دغه ډول د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اړوند د کلباد د سیمې له دارالقرآن مدرسې څخه (۱۵) تنه حافظان فارغ شول او د د سیمې د معتبرو علمي شخصیتونو له لوري د تبرک او فضیلت دستارونه ور په سر شول، همدا رنګه د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند د ګنجاؤن د سیمې په انوارالقرآن مدرسه کې هم په ورته ډول د پرتمینې غونډې په ترڅ کې (۴) تنو حافظانو ته د فضيلت دستار ورپر سر شو.

دغه د فراغت غونډې د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې او عالي تحصيلاتو د کمیسیون ځایي مسوولینو په زیار ترتيب شوې وې چې د سیمې ګڼ شمېر علماء کرامو، قومي مشرانو، طالب العلمانو او سلګونو عامو وګړو پکې ګډون کړی وو.

د پوهنې مسئولینو او عامو علماء کرامو د دیني او عصري زده کړو په تحصیل باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې په خپلو اولادونو باندې د دیني او عصري علومو زده کړې وکړئ، ځکه چې دواړه علوم د ژوند او ټولنې له مهمو اړتیاو څخه دي او عام ولسونه یې د دیني درسګاوو او تعلیمي ادارو ترویجولو ته وهڅول.

۴-۸-۲۰۲۰