نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د اسلامي امارت د پوهنې کمېسیون مسوولینو د دوشنبې په ورځ د روژې د مبارکې میاشتې پر ۱۲ نېټه چې د غوايي یا ثور د میاشتې له ۱۵ مې نېټې سره سمون خوري، د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د دیني مدارسو له مهتممینو سره ناسته وکړه، دغه غونډه د دیني مدارسو د تعلیمي […]
د اسلامي امارت د پوهنې کمېسیون مسوولینو د دوشنبې په ورځ د روژې د مبارکې میاشتې پر ۱۲ نېټه چې د غوايي یا ثور د میاشتې له ۱۵ مې نېټې سره سمون خوري، د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د دیني مدارسو له مهتممینو سره ناسته وکړه، دغه غونډه د دیني مدارسو د تعلیمي بهیر د لا ښه سمون په هدف جوړه شوې وه.
غونډې ته د تعلیم او تربیې مسئولینو او علماء کرامو هر اړخیزې او مفصلې خبرې وکړې.
دوی د خپلو ویناوو په ترڅ کې د اسلامي امار ت د تعلیم او تربیې اصول او لوائح په ډیر ښه ډول بیان کړل، د مدراسو مهتممین او منتظمین یې وهڅول تر څو نوی نسل په تعلیمي او تربیوي دواړو برخو کې په ښه ډول وروزي.
دغه راز د پوهنې مسئولینو د مهمتممینو له خدمتونو او هڅو څخه مننه وکړه او لایې تشویق کړل چې نور هم خپلو هڅو ته دوام ورکړي چې په سیمه کې د علم او پوهې ډیوې نورې هم روښانه شي او په راتلونکي کې یو باتعلیمه نسل ټولنې ته وړاندې شي.
دغه راز د غونډې په پای کې پر مهتممینو وروستی تجدید شوی تعلیمي نصاب، د ښونځیو تعلیمي پروګرام، کلنی ساعتوار درسي پلان او همدارنګه نور اداري توکي ووېشل شول.
۵/۸/۲۰۲۰
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.