لوګر، برکي برک ولسوالۍ کې د تعلیم او تربیې مسئولینو د دیني مدارسو له مهتممینو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د تعلیم او تربيې او عالي تحصيلاتو د کمېسیون مسوولینو د چهارشنبې په ورځ  د روژې د مبارکې میاشتې پر ۲۰ مه نېټه چې د غوايي یا ثور د میاشتې له  ۲۴ مې نېټې سره سمون لري، د  لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ د دیني مدارسو له مهتممینو سره ناسته وکړه، […]

د اسلامي امارت د تعلیم او تربيې او عالي تحصيلاتو د کمېسیون مسوولینو د چهارشنبې په ورځ  د روژې د مبارکې میاشتې پر ۲۰ مه نېټه چې د غوايي یا ثور د میاشتې له  ۲۴ مې نېټې سره سمون لري، د  لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ د دیني مدارسو له مهتممینو سره ناسته وکړه، دغه ناسته د دیني مدارسو د تعلیمي بهیر د  لا ښه والي په هدف جوړه شوې وه.

غونډې ته د ویناوو پر مهال د تعلیم او تربیې مسئولینو او علماء کرامو هر اړخیزې  او مفصلې خبرې وکړې، د اسلامي امار ت د تعلیم او تربیې اصول او لوائح يې په ډیر ښه ډول بیان کړل، د مدراسو مهتممین او منتظمین یې وهڅول تر څو  نوی نسل په تعلیمي او  تربیوي   دواړو برخو کې په ښه ډول وروزي.

دغه راز د پوهنې مسئولینو د مهتممینو  له خدمتونو او په ښوونيزه برخه کې د هغوی له هڅو څخه مننه وکړه او لا یې وهڅول چې نور هم خپل زیار ته دوام ورکړي چې په سیمه کې د علم او پوهې بهیر نور هم پیاوړی کړي او په راتلونکي کې په دیني او عصري علومو باندې سمبال نسل ټولنې ته وړاندې شي.

دغه راز د غونډې په پای کې پر مهتممینو وروستی تجدید شوی تعلیمي نصاب، کلنی ساعتوار  درسي پلان او همدارنګه د معاینې کتابونه او نور اداري توکي ووېشل شول.

۵/۱۶/۲۰۲۰