له بېوزلو، یتیمانو او معلولینو سره د مرستې موقع

بسم الله الرحمن الرحمن الرحیم َ وَءَاتَى الْمَالَ عَلٰى حُبِّهِۦ ذَوِى الْقُرْبٰى وَالْيَتٰمٰى وَالْمَسٰكِينَ وَابْنَ السَّبِيلَِ الایة ُ البَقَرَة : 177  ترجمه: ( او نیکې داده چې) د الله تعالی سره دمینې په خاطر  خپل ګران مالونه په خپلوانو، يتيمانو، مسكينانو، اومسافرو مصرف کړئ.  تیرکال  د برات او روژې میاشتو کې  داسلامي امارت د” بیوزلو، […]

بسم الله الرحمن الرحمن الرحیم

َ وَءَاتَى الْمَالَ عَلٰى حُبِّهِۦ ذَوِى الْقُرْبٰى وَالْيَتٰمٰى وَالْمَسٰكِينَ وَابْنَ السَّبِيلَِ الایة ُ البَقَرَة : 177

 ترجمه: ( او نیکې داده چې) د الله تعالی سره دمینې په خاطر  خپل ګران مالونه په خپلوانو، يتيمانو، مسكينانو، اومسافرو مصرف کړئ.

 تیرکال  د برات او روژې میاشتو کې  داسلامي امارت د” بیوزلو، یتیمانو اومعلولینو ”  ادارې دبېوزلو، یتیمانو او محتاجو هیوادوالو سره دخوراکي توکو مرستې وکړې. زموږ  مرستې تر یوه ولایت او سمت پوري محدودې نه وې، بلکې دګران هیواد دټولو ولایتونو په بیلابیلو سیمو او ولسوالیو کې مو له اړو  او بېوزولوخلکو  او یتیمانوسره همداډول مرستې وکړې.

دهمدې ډول مرستو یوه نمونه په لاندې ویډیو کې لیدلی شئ.

د بېوزلو، یتیمانو او معلولینو اداره پلان لري چې سږ کال هم د روژې په میاشت کې په ټول هیواد کې په اړو، بې سرپرستو او محتاجو هیوادوالو خوراکي او د اړتیا وړ توکي وویشي،نوله دې فرصت څخه  ټول زړسواندې او  شتمن هیوادوال او خیریه موسیسات اعظمي ګټه باید واخلي،خپل زکات، صدقې او نورې مرستې له یادې شوې ادارې سره شریکې کړي چې تر اړمنو خلکو پوري یې ورسوي.

تاسو کولای شئ چې دواټساف په دې نمبر باندې (0093702977511) زموږ له ادارې سره اړیکه ونیسئ او خپل زکات، صدقې او نورې مرستې تر محتاجو او بې وسو خلکو پوري ورسوئ.

دافغانستان اسلامي امارت

د بېوزلو، یتیمانو او معلولینو اداره