فرانسه کې د اورلګېدنې له امله ګڼه مرګ ژوبله را منځ ته شوې

د راپورونو له مخې، د فرانسې په لیون ښار کې په یوه استوګنځي کې د اورلګېدنې له امله د ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي. د فرانسې کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې څرګنده کړې، چې دغه خورا خونړۍ اورلګېدنه د استوګنې د […]

د راپورونو له مخې، د فرانسې په لیون ښار کې په یوه استوګنځي کې د اورلګېدنې له امله د ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د فرانسې کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې څرګنده کړې، چې دغه خورا خونړۍ اورلګېدنه د استوګنې د یوه ساختمان په ۷ م پوړ کې را منځ ته شوې ده.

اورلګېدنه په ځایي وخت د شپې ۳:۳۰ بجې را منځ ته شوې، تر اوسه د یادې اورلګېدنې لامل نه دی معلوم.

د راپورونو له مخې، په ټپیانو کې د اور وژنې ۲ تنه سرتیري هم شامل دي، د اور لګېدنې له امله ښایي د مړو او ټپیانو په شمېر کې زیاتوالی راشي.