فاریاب کې د فاضلانو، حافظانو او قاریانو د پګړۍ تړلو په وياړ جلسې وشوې

د فاریاب ولایت د پوهنې د سیمه يیزو مسئولینو تر سرپرستۍ لاندې ددې ولایت د قیصار ولسوالۍ اړوند د خواجه کنتي صیاد د سیمې د ابوالخیر په مدرسه کې یوه تن د عالمیه درجې فاضل او (۶)  تنوقارایانو ته د فراغت بګړۍ وتړل شوې. همداراز د یاد ولایت د خواجه موسی ولسوالۍ اړوند د شوردریا […]

د فاریاب ولایت د پوهنې د سیمه يیزو مسئولینو تر سرپرستۍ لاندې ددې ولایت د قیصار ولسوالۍ اړوند د خواجه کنتي صیاد د سیمې د ابوالخیر په مدرسه کې یوه تن د عالمیه درجې فاضل او (۶)  تنوقارایانو ته د فراغت بګړۍ وتړل شوې.

همداراز د یاد ولایت د خواجه موسی ولسوالۍ اړوند د شوردریا سیمې په انوارالقرآن مدرسه کې (۱۲) تنو حافظانو ته او همدې ته ورته د ياد ولایت د دولت آباد ولسوالۍ اړوند د جر سیمې د ( امام بخاري رحمه الله ) په مدرسه کې (۲) تنو د عالمیه درجې فاضلانو او (۷) تنو حافظانو ته د فضيلت دستار ور پر سر شو.

د پوهنې د مسئولینو له لوري په دې اړه  شانداره غونډې ترتيب شوې وې چې ګڼ شمېر علماء کرامو، قومي مخورو، طالب العلمانو او عامو هیوادوالو پکې ګډون کړی وو.

علماء کرامو  د دیني مدارسو د جوړولو او پاللو په اړه په زړه پورې ویناوې وکړې، غونډې د امت مسلمه د کامیابیو په دعا پای ته ورسیدلې.

۴-۵-۲۰۲۰