فاریاب: په پښتونکوټ، خواجه موسی او قیصار ولسوالیو کې د حافظانو او قاریانو د پګړۍ تړلو په وياړ غونډې وشوې، انځوريز

د فاریاب ولایت د پوهنې د سیمه يیزو مسئولینو تر سرپرستۍ لاندې ددې ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ اړوند د تکلی هزارسوم  د سیمې د دارالعلوم امام ابوحنیفه رحمه الله په مدرسه کې (۹) تنو حافظانو ته، همداراز د یاد ولایت د خواجه موسی ولسوالۍ اړوند د اګید سیمې په دارالعلوم محمدیه مدرسه کې (۱۸)  تنو […]

د فاریاب ولایت د پوهنې د سیمه يیزو مسئولینو تر سرپرستۍ لاندې ددې ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ اړوند د تکلی هزارسوم  د سیمې د دارالعلوم امام ابوحنیفه رحمه الله په مدرسه کې (۹) تنو حافظانو ته، همداراز د یاد ولایت د خواجه موسی ولسوالۍ اړوند د اګید سیمې په دارالعلوم محمدیه مدرسه کې (۱۸)  تنو حافظانو ته او همدې ته ورته د ياد ولایت د قیصار ولسوالۍ اړوند د بیرکه سیمې د عبدالله ابن عباس رضی الله عنهما په مدرسه کې (۴) تنو حافظانو او یوه تن قاري ته د فضيلت دستار ور پر سر شو.

د پوهنې د مسئولینو له لوري په دې اړه سترې غونډې ترتيب شوې وې چې ګڼ شمېر علماء کرامو، قومي مشرانو، طالب العلمانو او عامو وګړو پکې ګډون کړی وو.

علماء کرامو د سیمې ولسونه د دیني مدارسو جوړولو او تمویلولو ته تشویق کړل چې په دې ډول دیني مدرسو ته اهمیت او لومړيتوب ورکړل شي او په ټولو سیمو کې جوړې شي.

غونډې دامت مسلمه د بریاوو په دعا پای ته ورسیدلې.

۳-۳۰-۲۰۲۰