غزني ، په آب بند او دهیک ولسوالیو کې د حافظانو د فراغت په ویاړ شاندارې غونډې وشوې

د غزني ولایت په آب بند ولسوالۍ کې د حافظانو د فراغت په وياړ ستره پرتمينه غونډ ه ترسره شوه چې د سیمې ګڼ شمېر  علماء کرامو، قومي مخورو، طالب العلمانو  او عامو ولسي وګړو پکې ګډون کړی وو. علماء کرامو د قرآن کریم د حفظ او دیني علم په اړوند په زړه پورې ویناوې […]

د غزني ولایت په آب بند ولسوالۍ کې د حافظانو د فراغت په وياړ ستره پرتمينه غونډ ه ترسره شوه چې د سیمې ګڼ شمېر  علماء کرامو، قومي مخورو، طالب العلمانو  او عامو ولسي وګړو پکې ګډون کړی وو.

علماء کرامو د قرآن کریم د حفظ او دیني علم په اړوند په زړه پورې ویناوې وکړې او د غونډې په پای کې له دارالعلوم امام ابوحنیفه رحمه الله مدرسې څخه ۱۱ تنو حافظانو ته د حفظ پګړۍ ور پر سر شوې.

همداراز د یاد ولایت د دهیک ولسوالۍ د ابراهیم زائی د کلي د نورالمدارس له مدرسې څخه هم ۵ تنه حافظان فارغ شول.

یاد مراسم هم د فراغت د سپینې پګړۍ په تړلو سره او په پای کې د دعا په غوښتلو سره پای ته ور سېدل.

۴-۸-۲۰۲۰