غازي اباد کې د پوهنې د مسوولینو په سرپرستۍ د ښوونيزو ادارو په اړه ناسته وشوه

د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ اړوند د ابره ګل په منځني ښونځي کې د تعليم او تربيې د ځايي مسئولینو په سرپرستۍ د ټولو ښوونيزو ادارو ګډ مجلس ترسره شو. په دغه ناسته کې چې د يادې ولسوالۍ د ټولو تعليمي ادارو مديرانو په کې ګډون کړی وو، د را روان تعليمي کال […]

د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ اړوند د ابره ګل په منځني ښونځي کې د تعليم او تربيې د ځايي مسئولینو په سرپرستۍ د ټولو ښوونيزو ادارو ګډ مجلس ترسره شو.

په دغه ناسته کې چې د يادې ولسوالۍ د ټولو تعليمي ادارو مديرانو په کې ګډون کړی وو، د را روان تعليمي کال لپاره د لازمو تصميمونو نيولو په اړه پکې خبرې وشوې، استاذان، مديران او مسئولین خپلو مسئولیتونو ته متوجه کړل شول.

د مجلس په یوه برخه کې د اسلامي امارت د تعليم او تربيې او عالي تحصيلاتو کميسيون د لايحې ځینې مهمې برخې او نورې کړنلارې واورول شوې چې د تعليمي ادارو د مسئوولینو لخوا يې هرکلی وشو او په دې لايحه د بشپړ عمل کولو ډاډ او اطمنان ورکړل شو.

په پای کې د قومي مشرانو او د ښوونځيو د مديرانو په غوښتنه د اسلامي امارت د نورو ادارو د مسئولینو او مشرانو په توافق د ابره ګل متوسطې ته په لیسې سره ارتقاء ورکړل شوه، تر دې وروسته به دغې ادارې ته د ابره ګل لیسه ویل کیږي او له نهم څخه تر دولسم ټولګي پورې زده کونکي به جلبوي.

۴-۲-۲۰۲۰