د کانګو په پلازمېنه کينشاسا کې د اورښتونو او سېلابونو له امله ۱۲۰ تنه مړه شوي دي

د کانګو ديموکراتيک جمهوريت په پلازمېنه کينشاسا کې له دوو ورځو راهيسې د سختو اورښتونو، سېلابونو او ځمکښوېدنو له امله تر دا مهاله د ۱۲۰ تنو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي، په سلکونو وکړي ټپيان او يا هم نادرکه شوي دي، ددغو اورښتونو له کبله ګڼ استوګنځايونه تخريب شوي او سرکونه يې هم […]

د کانګو ديموکراتيک جمهوريت په پلازمېنه کينشاسا کې له دوو ورځو راهيسې د سختو اورښتونو، سېلابونو او ځمکښوېدنو له امله تر دا مهاله د ۱۲۰ تنو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي، په سلکونو وکړي ټپيان او يا هم نادرکه شوي دي، ددغو اورښتونو له کبله ګڼ استوګنځايونه تخريب شوي او سرکونه يې هم ويجاړ کړي دي.

د کانګو حکومتي مسئولينو رسنيو ته ويلي، چې له لرو پرتو او غرنيزو سيمو سره د مرکز اړيکې پرې شوي دي او مرکزي حکومت د دې خورا خونړۍ طبعي پېښې له امله درې ورځنی ماتم اعلان کړی دی.

د کانګو چارواکي وايي، په ۲۴ کليو کې کابو ۱۲ ميليونه خلک د سېلاب له امله متضرر شوي دي، کورونه يې وران شوي او يو شمېر سرکونه هم ويجاړ شوي دي.

د دغه هيواد لومړي وزير ژان ميشل سما ويلي، چې د نادرکه شويو وګړو د لټون او ژغورنې چارې به دوام ولري، د راپورونو له مخې ښايي د مرګ ژوبلې په کچه کې زياتوالی راشي.