د پکتیکا په اومنې ولسوالۍ کې د پوهنې مسئولینو د ښوونيزو ادارو له مسئولینو سره غونډه وکړه

د پکتیکا ولایت د پوهنې مسوول د یوه پلاوي په مشرۍ د اومنې ولسوالۍ د ښوونيزو ادارو له مهتممینو او مديرانو سره جلا جلا غونډې وکړې. د تعلیم او تربیې یاد پلاوي دې غونډو ته د سیمې د دیني مدارسو مهتممین او د ښوونځیو مدیران رابللي وو، له هغوی سره د ښوونیز بهیر د پرمختګ […]

د پکتیکا ولایت د پوهنې مسوول د یوه پلاوي په مشرۍ د اومنې ولسوالۍ د ښوونيزو ادارو له مهتممینو او مديرانو سره جلا جلا غونډې وکړې.

د تعلیم او تربیې یاد پلاوي دې غونډو ته د سیمې د دیني مدارسو مهتممین او د ښوونځیو مدیران رابللي وو، له هغوی سره د ښوونیز بهیر د پرمختګ او بېرته د تعلیمي ادارو د خلاصون لپاره د لازمو تدابیرو په نیولو خبرې او مشورې وشوې.

ګډونوالو ته د مدارسو او د ښوونځیو نصابونه او د مدارسو ۲۰ ماده يیز او د ښوونځیو ۵۱ ماده يیز طرزالعملونه ورکړل شول او د پلي کیدلو په اړه ورته لازمې سپارښتنې وشوې او د لایحې ځينې مهمې مادې چې په دوی پورې تړلې وې هم ورته بیان شولې.

همدا راز د غونډو ګډونوالو ته د سپارښتنو په ترڅ کې وویل شول چې خپل اړوند پرسونل دې ته متوجه کړي، تر څو د ولس بچیان د خپل مقدس مسئولیت له مخې په سالمه دیني او عصري روزنه سمبال کړي .

۱۲/۵/۲۰۲۰