نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د پکتیکا ولایت د پوهنې د ځايي مسئولینو په زیار او هڅو ددې ولایت د ډیلې ولسوالۍ اړوند په پوټي سیمه کې د دارالهدی په نوم او په پهلوان سیمه کې د معارف القرآن په نوم د لیلیه مدرسو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې. یادې مدرسې چې د سیمه ییزو ولسونو په مالي لګښت تأسیسیږي […]
د پکتیکا ولایت د پوهنې د ځايي مسئولینو په زیار او هڅو ددې ولایت د ډیلې ولسوالۍ اړوند په پوټي سیمه کې د دارالهدی په نوم او په پهلوان سیمه کې د معارف القرآن په نوم د لیلیه مدرسو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
یادې مدرسې چې د سیمه ییزو ولسونو په مالي لګښت تأسیسیږي او په راتلونکې کې به د همدوی له لوري تمویلیږي، د علماء کرامو او قومي مشرانو له لوري د غونډو په ترڅ کې یې د بنسټ ډبرې کېښودل شوې او په لنډ وخت کې به یې د جوړونې چارې پیل او بشپړې شي.
په دې غونډه کې چې په همدې موخه په یاده سیمه کې جوړه شوې وه، د پکتیکا ولایت د تعلیم او تربیې مسئولینو په خپلو خبرو کې دسیمې خلکو او د مدرسو مشرانو ته وویل چې دوی به په دې ولایت کې د پوهنې د ودې او پیاوړتیا لپاره جدي هلې ځلې وکړي، په ځانګړې ډول له دیني مدرسو سره هر ډول مرستو او همکاریو ته چمتو دي.
۵-۶-۲۰۲۰
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.