د هند او چين د سرحدي ځواکونو تر منځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي

د ورکړل شويو راپورونو پر اساس د هند او چين سرحدي ځواکونو تر منځ د نښتې او مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی دی، هند وايي د اروناچل پرادېش د غرنۍ سرحدي پولې په اوږدو کې د دواړو هيوادونو د پوله ساتو ځواکونو تر منځ نښته را منځ ته شوې ده، هندي چارواکي وايي، پېښه د […]

د ورکړل شويو راپورونو پر اساس د هند او چين سرحدي ځواکونو تر منځ د نښتې او مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی دی، هند وايي د اروناچل پرادېش د غرنۍ سرحدي پولې په اوږدو کې د دواړو هيوادونو د پوله ساتو ځواکونو تر منځ نښته را منځ ته شوې ده، هندي چارواکي وايي، پېښه د تېرې جمعې په ورځ را منځ ته وې ده.

راپورونه وايي، چې چين تر دا مهاله د يادې پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو رويټرز خبري اژانس د هندي رسنيو په حواله ليکلي، چې په دې نښته کې شپږ تنه هندي سرتيري ټپيان شوي دي.

دا په څه باندې يوه کال کې لومړۍ نښته ده چې د دواړو هيوادونو تر منځه پېښېږي، تر دې وړاندې په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې هم د دواړو هيوادونو تر منځ نښته شوې وه چې له امله يې د دواړو لوريو لږ تر لږه ۲۴ تنو سرتېرو خپل ژوند د لاسه ورکړی وو، په وژل شويو کې شل تنه هندي او څلور تنه چينايي سرتيري شامل وو.

د هند پوځ خبرپاڼه کې راغلي چې دمګړۍ دواړه لوري د ارامۍ را وستلو کوښښ کوي او په دې اړه دواړو خواوو يوه ناسته هم تر سره کړې ده، هند وايي دواړو لوريو سيمه تخليه کړې او چينايي ځواکونه بېرته خپلو سيمو ته ستانه شوي دي.

د هند او چين تر منځ ۲۱۰۰ ميله اوږد سرحد پورت دی، خو په دقيقه توګه نه دی مشخص شوی، له همدې امله د دواړو هيوادونو تر منځ وخت ناوخت ورته خونړۍ پېښې را منځ ته کيږي.

هېره دې نه وي، چې د ۲۰۲۱ ميلادي کال جنورۍ مياشت کې هم د دواړو هيوادونو تر منځ نښته را منځ ته شوې وه چې د دواړو خواوو سرتېري يې ټپيان کړي وو، خو اوسمهال دواړه هيوادونه هڅه کوي تر څو د ورته پېښو د بيا تکرارېدو کلک مخنيوی وکړي.