د نیکمرغه لوی اختر د را رسیدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث هِبة الله اخندزاده (حفظه الله) د مبارکۍ پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم الله أکبر الله أکبر، لآ إله إلا الله والله أکبر، الله أکبر ولله الحمد إن الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده الله فلا مضل له، ومن يضلل فلا هادي له, وأشهد ألا إله إلا الله وحده لا شريك له, وأشهد أن محمدا […]

بسم الله الرحمن الرحیم

الله أکبر الله أکبر، لآ إله إلا الله والله أکبر، الله أکبر ولله الحمد

إن الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده الله فلا مضل له، ومن يضلل فلا هادي له, وأشهد ألا إله إلا الله وحده لا شريك له, وأشهد أن محمدا عبده ورسوله صلى الله وسلم عليه وعلى آله وصحبه أجمعين, أما بعد:

قال الله عزوجل:  قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّـهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿١٦٢۱۶۲﴾ الانعام

د افغانستان مسلمان ولس، مجاهدینو، د شهیدانو کورنیو، معلولینو، بندیانو او ټول اسلامي امت ته!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

تر هرڅه وړاندې تاسو ټولو ته د لوي اختر په مناسبت مبارکي وایم، له الله تعالی څخه سوال کوم چې ټولې قربانۍ، جهادونه، هجرتونه او د اسلام لپاره ستړیاوې مو په خپل در بار کې قبولې کړي، د شهیدانو دې الله تعالی شهادتونه قبول کړي، بندیان دې الله تعالی له بنده را آزاد کړي، د غمجنو کورنیو دې الله تعالی غمونه په خوشحالۍ بدل کړي او د یتیمانو د ښې پالنې او روزنې لپاره دې الله تعالی ښه زمینه مساعده کړي. آمین یارب العلمین

مجاهدینو وروڼو!

د هېوادوالو امنیت، د هغو له ځان، مال، عزت او ګټو څخه  دفاع د خپل ځان عملي وجیبه و ګڼئ، د ملکي خلکو له ژوند سره  نهایت ډير احتیاط وکړئ، د خلکو ترمنځ د دعوو او جنجالونو د حل او فصل لپاره د محاکمو او ذي صلاح اداروسره په مرسته کې خپله ټوله سعې وکړئ، د لویو لارو د امنیت ساتلو، د تجارانو لپاره د اموالو د انتقال په وخت کې د سهولتونو رامنځته کولو او له هغوی سره د ښه چلند لرلو په برخه کې  جدي پاملرنه وکړئ.

څرنګه چې د الله تعالی په نصرت او ستاسې په بې دریغه سرښندنو او قربانیوسره د اسلامي نظام  د راوستلو په درشل کې يو (ان شاءالله العزیز وماذالک علی الله بعزیز)، نوخپل صفونه لا قوي او منظم کړئ، خپل منځي یو والی مو لا پیاوړی کړئ، ځکه دا هرڅه د یو والي او اتفاق نتیجه ده، اطاعت او تقوا ته لا ډيره توجه وکړئ، د الله تعالی شکر اداء کړئ او له هر ډول هغه حرکت او ويناوو څخه چې الله تعالي پرې ناراضه کیږي ډډه وکړئ، ځکه چې دا کامیابي په ناکامي بدلوي.

افغان مجاهد  ولسه!

زموږ جهاد د اشغال د خاتمې او د سوچه اسلامي نظام د اقامې لپاره وو او دی، ځکه نو خپل مجاهد او کړیدلي ولس ته ډاډ ورکوو چې د دوی له آرمانونو سره به جفا نه کیږي ان شاءالله تعالی، واضح پيغام مو دا دی چې د قدرت انحصار نه غواړو، د افغانانو ټول قومونه او پرګنې یوه او بل ته ضرورت لري؛ بلکې د اسلامي نظام تکامل، خپلواکي او قوت دافغانانو په اتحاد او اتفاق پورې تړلی دی، اسلام موږ ټولو ته  د اسلامي ورور ولۍ، امانت دارۍ او کار اهل کار ته د سپارلو امر کوي، د ولس هر وګړی حق لري چې د ژوند د ټولو حقوقو او امتیازاتو څخه ګټه واخلي او سیاسي او ټولنیز حیثیت يې د  اهلیت  او تقوا پر بنسټ وټاکل شي.

افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی د دغه کور ‌ابادول،‌ د ديني او ملي ارزښتونو ساتل، او له خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا څخه يې دفاع کول  د هر افغان مسؤوليت دی.

زموږ او ستاسو روانه مبارزه د پورته اهدافو لپاره یوه وسیله ده، که دغه ستر هدفونه په خبرو او مفاهمې سره تر لاسه شي، موږ يې پلوي یو او صادقانه او جدي خبرې اترې د ستونزو د حل یوه اساسي لاره بولو.

 موږ له چا سره ذاتي دښمني نه لرو، بلکې د هېواد د خپلواکۍ او یوه سوچه اسلامي نظام د قیام لپاره مو وسله پورته کړې ده، د پورتنیو اهدافو د پوره کیدو په صورت کې له ټولو سره سوله ایز ژوند غواړو.

د بین الافغاني مذاکراتو په اړه:

له امریکایانو سره په دوحه کې د تړون لاسلیک، بیا وروسته د بین الافغاني مذاکراتو لپاره کوښښونه هغه څه دي چې اسلامي امارت يې په اړه خپل مسئولیت ادا کړی دی.

اوس په نورو جهتونو پورې اړه لري چې څومره له دې مهیا شوي فرصت څخه سمه استفاده کولای شي.

د بندیانو تبادله چې د زرګونو هیوادوالو او غمځپلو کورنیو د خوشحالۍ او ډاډ سبب شوه، یو مهم پرمختګ و چي باید مقابل لوري ځنډ نه وای په کې را وستی، دا چې موږ د سولې په لور قدمونه اخلو د بندیانو خلاصون یې یوه لویه برخه ده چې هم اعتماد را منځ ته کوي او هم د سولې لار لنډوي.

داخلي جهتونه دې د بين الافغاني خبرو په وړاندې پراته خنډونه بې له ځنډه لرې کړي،‌ د لنډ مهاله ګټو د تقسیم  پر ځای دې د هېواد علیا مصالحو ته ترجیح ورکړي، تر څو افغانان په خپله د جګړې د داخلي موجودو او بالقوه عواملو د له منځه وړلو، هېواد ته د دائمي سولې د را ګرځولو او د راتلونکي اسلامي نظام  په اړه یوه ګډ تفاهم ته سره ورسيږي.

د بهرنیو ځواکونو په اړه:

دا یو ښه انکشاف دی چې د دوحې تړون د عملي کیدو په لاره کې امریکایانو او متحدینو يې له افغانستان څخه د خپلو  عسکرو د بیرته ایستلو لړۍ پیل کړې، پنځه اډې يې تخلیه کړې او له لاسلیک کړي تړون سره سم به امریکایان او بهرني متحدین  يې  له افغانستان څخه خپل ټول نظامي ځواکونه او غیر ديپلوماتیک پرسونل وباسي.

اسلامي امارت له امریکا سره لاسلیک کړي تړون ته ژمنتیا لري، د امریکا د حکومت اړوند ملکي او پوځي ارګانونه او متحدین يې هم باید له اسلامي امارت سره کړي تړون ته په ژمنتیا سره، په ناموجهو څرګندونو او تبلیغاتو د امریکا د دې اوږدې جګړې ختمولو په لاره کې موانع ایجاد نه کړي.

د امریکا متحده ایالات د تړون د تطبیق غوندې لویه او مهمه پروسه کې باید له ډير جدیت، سرعت او تدبیر څخه کار واخلي، د تیرو نولسو کلونو څخه زده شوې تجربې باید مخې ته کېږدي، او هغو ته په کتو خپل مسئولیت په ښه ډول ادا کړي، مثلا د توافقنامې خلاف  د بندیانو د خلاصون لس ورځنۍ  پروسه څلورو میاشتوته غزول، لا هم د تورو لستونو په خپل حال پاته کېدل، وخت په وخت  ډرون حملې، بمبارد، چاپې او توغندیز بریدونه کول او بیا په ناموجهو دلایلو توجیه کول د هیچا په ګټه نه دي او نه هم دا ډول حرکات نور د جنګ په ګټلو کي رول لري؛ بلکې برعکس ستونزې زېږوي، په دې اړه هم باید امریکا او هم نوره نړیواله ټولنه جدي واوسي او مشکلاتو ته  نور  د پای ټکی کیږدي.

لویه ستونزه دا ده چې د افغانستان په اقتصادي منابعو او ذخایرو او چوکیو د ټولنې له درد او غوښتنو ناخبره یوه داسې وړه ډله تحمیل شوې چې هغوی د افغانستان د علیا ګټو او ملي مصالحو په غم کې نه دي، د لنډ مهاله ګټو او اقتدار په کشمکش مصروف دي، د هېواد اوږد مهاله کامیابي او ښیرازي اهمیت نه ورته لري، ملي او مهمې پروسې له ځنډ او خنډ سره مخ کوي، لوړ مصالح په خطر کې اچوي، چې همدې ستونزې ته بايد نړیواله  ټولنه متوجه واوسي.

د نړیوالو سره د اړیکو په اړه:

په افغانستان کې سوله او امن راتلل د ګاونډیو او سیمه يیزو هیوادونو په شمول د ټولې نړۍ په ګټه ده.

اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښه چلند پلوی دی، له اسلامي هېوادونو سره د ورورۍ په چوکاټ کې ژوند کول او یو له بل سره په همکاریو بناء اړیکې غواړي، له ګاونډیو هېوادونو سره د حسن همجوارۍ او د اعتماد وړ فضا را منځته کولو باندې تاکید کوي، د هیڅ هېواد په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي او له نورو هېوادونو څخه هم غواړي چې زموږ په کورنیو چارو کې مداخله ونه لري، ځکه همدا ډول مثبت تعامل کولای شي هم موږ او هم نورو هېوادونو ته په امنیتي، اقتصادي او اجتماعي برخو کې ګټور ثابت شي.

د بیا رغونې په اړه:

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو څخه وروسته اسلامي امارت غواړي چې د یوه سوچه اسلامي نظام تر چتر لاندې د هېواد د بیا رغونې او پرمختګ لپاره جدي ګامونه واخیستل شي.

له بیت المال څخه سالمه او په پوره امانتدارۍ سره استفاده  وشي، د ویجاړ وطن د بنسټونو د بيا رغولو  لپاره ښه پلانونه وسنجول شي، د هېواد د عليا ګټو  په نظر کې نیولو سره د نړیوالو اقتصادي پانګونو لپاره زمینه مساعده شي، ترڅو مو ویجاړ او جنګ ځپلی  وطن د بیا رغونې او هر اړخیز پرمختګ په لور ګړندي ګامونه واخلي، اقتصاد مو په پښو ودرېږي، ښارونه او کلي مو آباد شي، هېوادوالو ته مو کار پيدا شي، له فقر، تنګ لاسۍ، مسافرۍ او په نورو هېوادونو کې له کړاو ګاللو څخه را وګرځول شي، د اسلامي شرعي نظام تر سیوري لاندې روښانه، خوشحاله او بې احتیاجه ژوند ولري، له سعادت څخه برخمن او د سولې په فضا کې دآرام ساه واخلي.

د تعلیم اوتربیې په اړه:

تعلم او زده کړه د ژوند له مهمو اړتیاو څخه ده، نوی نسل او ځوان کهول باید د علم او پوهې په ګیڼه ځانونه ښایسته کړي، د علم  او پوهې حاصلولو ته متوجه شي او خپل قیمتي‌وخت  ضائع نکړي.

د هېواد هرې برخې ته د تعلیمي بهیر رسول زموږ له مهمو هدفونو څخه دي، له همدې امله  د اسلامي‌امارت مسؤلینو او ټولو مجاهدینو ته لارښونه شوې چې د ولس د بچیانو د تعلیم او تربیې په برخه کې ډيره توجه وکړي، د تعلیمي‌مراکزو، مدارسو او ښوونځیو د جوړولو په برخه کې زمینه مساعده کړي او پوره همکاري ‌ورسره ولري.

په مخالف صف کې د جنګیدونکو په اړه:

په مقابل جانب کې جنګیدونکو افرادو او مخالفینو ته یوځل بیا پيغام ورکوو چې له جنګ او مخالفت څخه  لاس واخلي، د اسلامي امارت د عفوې غېږه يې په مخ کې خلاصه ده، موږ نه غواړو چې د دوی کورنۍ بې سرپرسته شي، کوښښ به مو دا وي چې دوی ته قناعت ورکړو، ترڅو له مجاهدینو سره یوځای او ژوند يې وژغورل شي، د همدې هدف لپاره موږ په خپلو تشکیلاتو کې د دعوت او ارشاد، جلب او جذب کمیسیون جوړ کړی دی.

د لوائحو او اصولو د ښه تطبیق په اړه:

د اسلامي امارت ټول مسئولین، مجاهدین او کار کونکي دې  د خپل نظام د لا پياوړتیا او قوت، اداري نظم او د صف د وحدت ټینګ ساتلو  لپاره د اسلامي امارت د لوائحو، طرزالعملونو او په مختلفو ساحو کې د امارت د مقام د فرامینو او هدایاتو د عملي کولو په برخه کې خپله ډيره سعیه او کوښښ وکړي، ځکه په دې کار سره زموږ د هېوادوالو حقوق تأمین کیږي، امنیت ټينګیږي، د هیواد یو والی مضبوطیږي او ملي ګټې مو خوندي کیږي.

دا چې د لوی اختر  مبارکې ورځې د خوښۍ او له اړو خلګو سره د همدردۍ ورځې دي باید شتمن او وس لرونکي هېواد وال له ناداره خلګو، په تېره د هېواد له یتیمانو، کونډو او محتاجه کورنیو سره مرسته وکړي او د خپل توان په اندازه يې لاس نیوی وکړي تر څو هغوی هم کم ترکمه د اختر په شپو ورځو کې له محتاجي او اړتیا څخه خلاص وي.

په اخیر کې یو ځل بیا ټولو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وایم، ټول طاعات او عبادات مو قبول شه.

والسلام

د اسلامي امارت زعیم امیرالمؤمنین شیخ الحدیث  مولوي هبة الله اخندزاده

۷/۱۲/۱۴۴۱هـ ق

۷/۵/۱۳۹۹هـ ش

2020/7  /28  م