د لوګر ولایت په حضرت حمزه رضی الله تعالی عنه دارالایتام کې غونډه وشوه

د لوګر ولایت په حضرت حمزه رضی الله تعالی عنه دارالايتام کې ددې دارالايتام د کلنیو رخصتیو او نورو موضوعاتو په اړه غونډه وشوه. یاده غونډه سهار مهال د کلام الله مجید په تلاوت سره پیل او د غرمې تر ۱۲ بجو پوري یې دوام وکړ. د دغه دارالایتام پرسونل او یتیمانو ته د تعلیم […]

د لوګر ولایت په حضرت حمزه رضی الله تعالی عنه دارالايتام کې ددې دارالايتام د کلنیو رخصتیو او نورو موضوعاتو په اړه غونډه وشوه.

یاده غونډه سهار مهال د کلام الله مجید په تلاوت سره پیل او د غرمې تر ۱۲ بجو پوري یې دوام وکړ.

د دغه دارالایتام پرسونل او یتیمانو ته د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو د کمیسیون اړوند د دارالایتامونو د ادارې له لوري جامې، ښوونيز توکي او نقدي مرستې ووېشل شوې.

غونډه کې د یتیمانو د وارثانو او خپلوانو ترڅنګ د تعلیم او تربیې سیمه ییزو مسئولینو او استاذانوګډون درلود.

یو شمېر زده کونکو په پښتو، دري، عربي او انګلیسي ژبو تقريرونه وکړل او غوښتنه یې وکړه چې د پوهنې مسوولین دي د یتیمانو دیني او عصري زده کړو ته ځانګړې توجه  او وده ورکړي، تر څو د دوی ښوونیز او روزنیز بهیر نور هم چټک شي.

۴-۱-۲۰۲۰