د لوګر ولایت مرکز پل علم کې د پوهنې مسئولینو د دیني مدارسو له مهتممينو سره وکتل

د اسلامي امارت د پوهنې سیمه ييزو مسوولینو د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د دینې مدارسو له مهتممینو سره د مدرسو د اړوند موضوعاتو په اړه غونډه وکړه. غونډه د پنجشنبې په ورځ د روژې د مبارکې میاشتې پر ۲۱‍ مه نېټه چې د غوايي یا ثور د میاشتې له ۲۵ مې […]

د اسلامي امارت د پوهنې سیمه ييزو مسوولینو د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د دینې مدارسو له مهتممینو سره د مدرسو د اړوند موضوعاتو په اړه غونډه وکړه.

غونډه د پنجشنبې په ورځ د روژې د مبارکې میاشتې پر ۲۱‍ مه نېټه چې د غوايي یا ثور د میاشتې له ۲۵ مې نېټې سره سمون لري ترسره شوه.

دغه غونډه د دیني مدارسو د تعلیمي بهیر د پیاوړتیا او سمون په هدف جوړه شوې وه.

غونډې ته د ویناوو پر مهال د پوهنې مسئولینو او علماء کرامو هر اړخیزي ویناوې وکړې، د اسلامي امار ت د تعلیم او تربیې اصول او لوائح یې پرې توزیع او ورته توضیح کړل، مهتممین او منتظمین یې وهڅول تر څو نوی نسل په تعلیمي او تربیوي دواړو برخو کې په ښه ډول وروزي.

دغه راز د پوهنې مسئولینو د مهمتممینو له خدمتونو او هڅو څخه ستاینه وکړه او د نورې هڅونې تر څنګ يې قومي مشران او علماء کرام دې ته وهڅول چې په سیمه کې د دیني مدارسو تأسیس عام کړي تر څو افغان ولس خپل نوی نسل په دیني علم وروزي.

دغه راز د غونډې په پای کې د مدارسو تعلیمي نصاب، کلنی ساعتوار درسي پلان او همدارنګه د معاینې کتابونه او نور اداري توکي پر مهتممینو توزیع کړل.

۵/۱۸/۲۰۲۰