د فراه په فراه رود ولسوالۍ کې د يوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د فراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ اړوند زیرکوه سیمه کې د یوه باب دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه. دغه مدرسه د (بشارت العلوم )  په نوم ونومول شوه. د مدرسې د تاسيس مراسم د معمول سره سم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د دعا په […]

د فراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ اړوند زیرکوه سیمه کې د یوه باب دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

دغه مدرسه د (بشارت العلوم )  په نوم ونومول شوه.

د مدرسې د تاسيس مراسم د معمول سره سم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د دعا په ترسره کولو سره پای ته ورسېدل.

د اسلامي امارت د تعلیم او تربيې او عالي تحصيلاتو کمېسیون هڅه کوي چې د هیواد ټول ماشومان او ځوان قشر له ديني او عصري زده کړو برخمن شي او د پوهنې کمېسیون په دې برخه کې د ښوونځیو تر څنګ د مدرسو جوړولو ته هم بشپړه توجه کوي.

۴-۵-۲۰۲۰