د فراه ولايت په مرکز او بکواه ولسوالۍ کې د دوو دیني مدرسو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې

د فراه ولایت د مرکز اړوند د حاجي یوسف په کلي کې د يوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه. یاده مدرسه د (حضرت عائشې صدیقې رضی الله عنها) په نامه نامداره شوه. همداراز ددې ولایت د بکواه ولسوالۍ اړوند د سې شنبې میلې په سیمه کې د یوه باب دیني مدرسې د بنسټ […]

د فراه ولایت د مرکز اړوند د حاجي یوسف په کلي کې د يوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

یاده مدرسه د (حضرت عائشې صدیقې رضی الله عنها) په نامه نامداره شوه.

همداراز ددې ولایت د بکواه ولسوالۍ اړوند د سې شنبې میلې په سیمه کې د یوه باب دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

دغه مدرسه د (حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه)  په نوم ونومول شوه.

یاد مراسم د معمول سره سم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د دعا په ترسره کولو سره پای ته ورسېدل.

د یادونې وړ ده چې ددې مدرسې د تعمیر لپاره حاجي محمد عمر څلور جریبه ځمکه وقف کړه او د تعمیر د جوړولو لپاره سيمه يیزو ولسي شتمنو نقدي مرسته وکړه او عملا یې د جوړولو کار پیل شو.

۴-۲۳-۲۰۲۰