د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بلخ ولایت د پوهنې د سیمه ییزو مسئولینو په زیار او هڅو د دې ولایت د چهار بولک ولسوالۍ اړوند په دوبیل سیمه کې د دارالامان په نوم د یوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه. د یادې مدرسې د بنسټ ډبره چې د سیمه ییزو ولسونو په مالي لګښت جوړیږي او په […]

د بلخ ولایت د پوهنې د سیمه ییزو مسئولینو په زیار او هڅو د دې ولایت د چهار بولک ولسوالۍ اړوند په دوبیل سیمه کې د دارالامان په نوم د یوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د یادې مدرسې د بنسټ ډبره چې د سیمه ییزو ولسونو په مالي لګښت جوړیږي او په راتلونکې کې به د همدوی له لوري تمویلیږي، د علماء کرامو او قومي مشرانو له لوري د یوې لویې پرتمینې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه او د جوړونې چارې یې په عملي توګه پیل شوې.

په دې غونډه کې چې په همدې موخه په یاده سیمه کې جوړه شوې وه، د بلخ ولایت د تعلیم او تربیې مسئولینو په خپلو خبرو کې د سیمې خلکو او د مدرسو مشرانو ته وویل چې دوی به په دې ولایت کې د پوهنې د ودې او پیاوړتیا لپاره جدي هلې ځلې وکړي.
۵-۱۸-۲۰۲۰