د ايران سپاه پاسداران انقلاب يو تن قومندان ترور شو

د نړيوالو خبري رسنيو د راپورونو له مخې، د ايران اړوند سپاه پاسداران انقلاب يو تن قومندان په پلازمېنه تهران کې د خپل کور مخ ته د نا څرګندو وسله والو په بريد کې وژل شوی دی، تر اوسه ددې بريد مسئوليت چا پر غاړه نه دی اخیستی. د فارس خبري اژانس د راپور له […]

د نړيوالو خبري رسنيو د راپورونو له مخې، د ايران اړوند سپاه پاسداران انقلاب يو تن قومندان په پلازمېنه تهران کې د خپل کور مخ ته د نا څرګندو وسله والو په بريد کې وژل شوی دی، تر اوسه ددې بريد مسئوليت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، وژل شوی قومندان قاسم فتح اللهي نومېده او نوموړي په محمد الرسول الله قول اردو کې دنده تر سره کوله، هغه له پلازمېنې جنوب لور ته د خپل کور په مخ کې د وسله وال بريد په ترڅ کې ۴ پيره مرمۍ لګېدلی او ځای پر ځای وژل شوی دی.

ايراني چارواکو دغه پېښه غندلې او دا يې يو ترهګريز بريد ياد کړی دی، چارواکو رسنيو ته ويلي، چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړي تر څو بريد کوونکي پيدا او د خپلو کړنو په سزا يې ورسوي.

په ايران کې ورته پېښې په کم ساري توګه پېښېږي، خو ايراني چارواکي بيا دغو هدفي وژنو کې اسرائيل ښکېل ګڼي چې ګواکي ددغه هيواد لوړ رتبه قومندانان د اسرائيلو لخوا د بريد هدف ګرځي، البته! د تازه پېښې په اړه يې کوم لوری نه دی تورن کړی.