د اسلامي امارت د مشرتابه مقام د ملکي تلفاتو له متضررینو سره د مرستې حکم وکړ

د ملکي تلفاتو له متضررینو سره د مرستي په هکله، د مشرتابه د محترم مقام د ۱۳۵ ګڼي حکم په اساس چي د ۱۴۴۲ هــ ق کال د جمادي الثاني پر ۲۲ نېټه صادر شوی، د ملکي تلفاتو له متضررینو سره د مرستي هدایت ورکول شوی دی. د مشرتابه د محترم مقام د حکم له […]

د ملکي تلفاتو له متضررینو سره د مرستي په هکله، د مشرتابه د محترم مقام د ۱۳۵ ګڼي حکم په اساس چي د ۱۴۴۲ هــ ق کال د جمادي الثاني پر ۲۲ نېټه صادر شوی، د ملکي تلفاتو له متضررینو سره د مرستي هدایت ورکول شوی دی.
د مشرتابه د محترم مقام د حکم له مخي د هیواد په هره برخه کي چي د هرچا لخوا خدای مه کړه ملکي تلفات پيښ شي؛ لومړی به د پيښو د تلف شوو، شهیدانو او ټپيانو دقیقه شمیرنه کېږي او تر یقیني کیدو وروسته به د کومک لاس ورکول کیږي.
د حکم له مخي د اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایات کمېسیون مکلفيت لري تر څو د شهید لپاره (۵۰۰۰۰) پنځوس زره او د زخمي د معالجې لپاره (۲۵۰۰۰) پنځه ویشت زره کومک وکړي.
همدا ډول به نوموړی کمېسيون په پېښو کي زخمي شوي هيوادوال د اسلامي امارت د روغتيا کمېسيون ته معرفي کوي تر څو په ښه توګه يې علاج او درملنه تر سره شي.
د مشرتابه په حکم کي راغلي چي د مظلومو او بې دفاع هیوادوالو پر اسلامي امارت حق دی او ترې طمعه لري چې باید د وَس مطابق یې اړتیاوو ته رسیدګي وشي او اسلامي امارت هم د دوی دُعا او د حمایت تداوم ته اړتیا لري؛ لهذا باید پورته مرستي د اخلاص او نېک نیتۍ له مخي تر سره شي.