د اسرائيلو په هوايي بريد کې د سوريې هوايي ډګر له فعاليته لوېدلی

د رسنيو د راپورونو له مخې، اسرائيلي هوايي ځواکونو د سوريې په هوايي ډګر، هوايي بريد کړی چې له امله يې دغه هوايي ډګر له فعاليته لوېدلی دی، د سوريې هوايي ډګر چې پلازمېنه دمشق کې موقعيت لري د اسرائيلو لخوا د هوايي بريد هدف ګرځېدلی دی. د سوريې خبري اژانس، اسنا خبر ورکړی چې […]

د رسنيو د راپورونو له مخې، اسرائيلي هوايي ځواکونو د سوريې په هوايي ډګر، هوايي بريد کړی چې له امله يې دغه هوايي ډګر له فعاليته لوېدلی دی، د سوريې هوايي ډګر چې پلازمېنه دمشق کې موقعيت لري د اسرائيلو لخوا د هوايي بريد هدف ګرځېدلی دی.

د سوريې خبري اژانس، اسنا خبر ورکړی چې په دغه بريد کې د اسد رژيم دوه تنه سرتيري وژل شوي او هوايي ډګر هم له فعاليته لوېدلی دی، اسرائيلي ځواکونو دغه بريد په سيمه ييز وخت دوه بجې تر سره کړی دی.

د يادونې وړ ده، چې دمشق او شاوخوا کليوالي سيمو کې د اسد رژيم له سرتېرو پرته د ايران انقلابي ګارد تر قومندې لاندې يو شمېر ډلې او د لبنان اړوند حزب الله عناصر هم شتون لري، له ۲۰۱۱ ميلادي کال را په دېخوا چې کله په سوريه کې کورنۍ جګړه پيل شوې، اسرائيل وخت ناوخت د رژيم پر پوځي مرکزونو او ايران پلوه ملېشو بريدونه کوي.

بلخوا اسد رژيم هم منلې، چې د ډسمبر پر ۲۰ مه نېټه اسرائيلي ځواکونو پر سوريې بريد کړی دی او ددوی دوه تنه سرتيري يې وژلي دي، خو اسرائيلو تر دا مهاله د ياد بريد په هکله څه نه دي ويلي.