بلخ، په چمتال ولسوالۍ کې د پوهنې مسئولینو د ښوونځیو له مديرانو او سرښوونکو سره غونډه وکړه

د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د پوهنې مسوولینو ددې ولسوالۍ د ښوونځیو له مديرانو او سرښوونکو سره غونډه وکړه. دغه ناسته د شنبې په ورځ د شعبان المعظم د میاشتې په ۱۰ مه نېټه چې د وري یا د حمل د میاشتې له ۱۵ مې نېټې سره سمون لري، د […]

د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د پوهنې مسوولینو ددې ولسوالۍ د ښوونځیو له مديرانو او سرښوونکو سره غونډه وکړه.

دغه ناسته د شنبې په ورځ د شعبان المعظم د میاشتې په ۱۰ مه نېټه چې د وري یا د حمل د میاشتې له ۱۵ مې نېټې سره سمون لري، د یادې ولسوالۍ اړوند د عرب مزاري په عالي لیسه کې ترسره شوه.

یاده غونډه د دې لایت د تعلیمي مسئوولینو له لوري رابلل  شوې وه چې د ۲۵ بابو عصري ښوونيزو ادارو د مديرانو ترڅنګ یو شمېر نورو علمي شخصیتونو هم پکې ګډون درلود.

ناسته  په داسې مهال کې ترسره کیږي چې له یوې خوا د هېواد ټولې تعلیمي ادارې د کرونا وایرس د مرګونې وبا د مخنیوي په هدف رخصت دي؛ خو بلې خوا ته دا یوه مقدماتي غونډه وه، ترڅو د مکاتبو استاذان او مسئوولین د راتلونکي تعلیمي کال د پیل لپاره خپل بشپړ تیاری ولري.

د پوهنې مسئوولینو د غونډې ګډونوالو ته د ښوونځیو ۵۱ ماده يیز کړنلاره هم واوروله، ترڅو دوی  په مهمو موضوعاتو وپوهول شي.

د غونډې په ترڅ کې د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې د لایحې په یو شمېر هغو مادو هم بحث وشو چې د ښوونځیو اړوند وې.

۴-۸-۲۰۲۰