بلخ، د حضرت ابوهریرة رضي الله تعالی عنه د دارالایتام له زده کونکو سره مرستې وشوې

د بلخ ولایت په حضرت ابو هریرة رضي الله تعالی عنه دارالايتام کې د دې دارالايتام د کلنیو رخصتیو او نورو موضوعاتو په اړه غونډه وشوه. یاده غونډه سهار مهال د کلام الله مجید په تلاوت سره پیل او د غرمې تر ۱۲ بجو پوري یې دوام وکړ. د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو […]

د بلخ ولایت په حضرت ابو هریرة رضي الله تعالی عنه دارالايتام کې د دې دارالايتام د کلنیو رخصتیو او نورو موضوعاتو په اړه غونډه وشوه.

یاده غونډه سهار مهال د کلام الله مجید په تلاوت سره پیل او د غرمې تر ۱۲ بجو پوري یې دوام وکړ.

د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو د کمیسیون اړوند د دارالایتامونو د ادارې له لوري د دغه دارالایتام پر کارکونکو او (۷۰) تنو یتیمانو د اړتیا وړ او ښوونيز توکي او نقدي مرستې ووېشل شوې.

غونډه کې د یتیمانو د سرپرستانو  او خپلوانو ترڅنګ د تعلیم او تربیې سیمه ییزو مسئولینو او استاذانوګډون درلود.

یو شمېر زده کونکو هم تشویقي ویناوې، مقالې، حمدونه او نعتونه واورول.

۴-۴-۲۰۲۰