برازیل: د سېلابونو له امله د اوبو دوه بندونه مات شوي او ګڼ تلفات یې اړولي

د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو له مخې، د برازیل شمال ختیځ بایا ایالت کې د بارانونو له امله سخت سېلابونه راوتلي، چې له امله یې خلکو ته ګڼ مالي او ځاني تلفات اوښتي دي، د معلوماتو پر بنسټ له نومبر میاشتې راپیل شویو بارانونو تر دا مهاله ۱۸ کسان وژلي او دوه تنه نادرکه […]

د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو له مخې، د برازیل شمال ختیځ بایا ایالت کې د بارانونو له امله سخت سېلابونه راوتلي، چې له امله یې خلکو ته ګڼ مالي او ځاني تلفات اوښتي دي، د معلوماتو پر بنسټ له نومبر میاشتې راپیل شویو بارانونو تر دا مهاله ۱۸ کسان وژلي او دوه تنه نادرکه شوي دي.

تېره اونۍ د راوتلیو سېلابونو له امله کابو ۴۵۰ زره کسان زیانمن شوي دي، د راپورونو له مخې ۱۶ زره کسان خپل استوګنځایونه پرېیښي او همدا راز ۱۹۵۸۰ کسان خوندي سیمو ته منتقل کړی شوي دي.

د اورښت او سېلابونو له کبله د دغه هیواد ۷۲ ښارونو کې بېړنی حالت اعلان شوی، چې ابادي یې له ۱۵ میلیونو څخه اوړي، د ریاست والي روی کوسټا اعلان کړی چې یوه ستره سیمه د سېلابونو له امله متأثره شوې او ۳۷ ښارونه دمګړۍ په بشپړه توګه له اوبو څخه لاندې شوي دي.

بلخوا د اتامبا او ویتوریا کانکویستا ښارونو ته نږدې د اوبو دوه بندونه مات شوي او د ویروګا سیند په اوږدو کې مېشتو وګړو ته ویل شوي چې له سیمې ووځي، تر اوسه د یادو بندونو د ماتېدو له امله د رامنځ ته شویو تلفاتو شمېر نه دی رسنیز شوی.