امریکا: په یوه وسله وال برید کې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ورکړل شویو راپورونو له مخې، د امریکا په کولوراډو ایالت کې یوه وسله وال کس په ناتارو ډزو ۴ تنه وژلي او د امنیتي ځواکونو د افسر په ګډون یې ۳ تنه ټپیان کړي دي، وسله وال کس لومړی پر عامو لارویانو ډزې وکړې، چې کله یې د امنیتي کسانو لخوا مخه ونیول شوه، […]

د ورکړل شویو راپورونو له مخې، د امریکا په کولوراډو ایالت کې یوه وسله وال کس په ناتارو ډزو ۴ تنه وژلي او د امنیتي ځواکونو د افسر په ګډون یې ۳ تنه ټپیان کړي دي، وسله وال کس لومړی پر عامو لارویانو ډزې وکړې، چې کله یې د امنیتي کسانو لخوا مخه ونیول شوه، نو امنیتي ځواکونه یې هم تر خپل هدف لاندې راوستل، چې له امله یې د امنیتي ځواکونو یو تن افسر ټپي شو.

د ځایي پولیسو ویاند خبري غونډې کې ویلي، دا خورا خونړۍ پېښه نن مازدیګر شاوخوا ۵:۰۰ بجې پیل شوه، چې د ډینور او لیک ووډ ښارونو په څلورو بېلا بېلو ځایونو کې یې د بریدونو پېښې تثبیت شوي دي.

د معلوماتو له مخې، وسله وال بریدګر لومړی په ډینور کې پر عامو لارویانو برید وکړ چې له امله یې دوه مېرمنې ووژل شوې او یو تن ټپي شو، یاد کس تر دې پېښې لږ لرې یو بل کس هم په ډزو وواژه.

پولیسو رسنیو ته همدا راز ویلي، وسله وال کس تر دې وروسته لیک ووډ ښار کې یو کس په ډزو وواژه او بل یې ټپي کړ، تر دې خونړیو بریدونو وروسته د تورن کس په پېژندنه کې امنیتي ځواکونه بریالي شول او له امنیتي ځواکونو سره په مقابله کې ووژل شو، خو د وسله وال برید کوونکي لخوا یو تن امنیتي افسر ژور ټپي شوی دی.