اسټرليا: په يوه وسله وال بريد کې ۶ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي

د نړيوالو خبري رسنیو د راپورونو پر اساس، د اسټرليا په کوينزلينډ ايالت په يوه لرې پراته کلي کې د وسله وال بريد له امله شپږ تنه وژل شوي دي، ځايي مسئولينو رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي، چې ددې بريد په پايله کې دوه پوليس، يو لاروی او درې مشکوک کسان وژل شوي […]

د نړيوالو خبري رسنیو د راپورونو پر اساس، د اسټرليا په کوينزلينډ ايالت په يوه لرې پراته کلي کې د وسله وال بريد له امله شپږ تنه وژل شوي دي، ځايي مسئولينو رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي، چې ددې بريد په پايله کې دوه پوليس، يو لاروی او درې مشکوک کسان وژل شوي دي.
د معلوماتو له مخې، پولیس دغه کلي ته په دې خاطر ورغلي وو، چې د يوه بې درکه شوي کس پلټنه وکړي، خو له يوه وسله وال بريد سره مخ شوي دي، تر اوسه نه ده معلومه چې بريد د چا له لوري او ولې پرې شوی دی.
ځايي امنيتي مسئولينو يوازې همدومره ويلي، چې له پېښې وروسته درې تنه مشکوک وګړي وژل شوي دي چې ښايي بريد به همدوی تر سره کړی وي، امنيتي کسانو يې تر اوسه د هويت په اړه څه نه دي ويلي.
ددغه ايالت د پوليسو ښځينه کمشنرې کاټارينا د پېښې په اړه خواشيني ښودلي او زياتوي چې په اړه به يې جدي پلټنې وکړي، بلخوا په راپور کې راغلي، چې سيمې ته په لومړي سر کې ۴ تنه پوليس د يوه سيمه ييز ښوونځي د پخواني مدير د بې درکه کېدو د قضيې په هکله ورغلي وو، چې پر دوی له يوه کوره بريد شوی، د بريد په پایله کې دوه تنه پوليس ځای پر ځای وژل شوي، دوه نور ټپیان شوي چې دمګړۍ روغتون کې تر درملنې لاندې دي او د پوليسو په ځوابي بريد کې درې تنه بریدګر چې دوه يې نارينه او يوه يې ښځينه وو وژل شوي دي.