ازبکستان کې هندي درملو ۱۸ تنه ماشومان وژلي دي

د نړيوالو خبري رسنيو د راپورونو له مخې، ازبکستان کې هندي درملو د ۱۸ تنو ماشونو ژوند اخیستی دی، د ازبکستان روغتيا وزارت په يوې اعلاميه کې ويلي، په دغه هيواد کې له ۲۱ تنو ماشومانو چې هندي درمل يې څښلي ۱۸ تنو يې خپل ژوند بایللی دی او د دريو تنو نورو هغو يې […]

د نړيوالو خبري رسنيو د راپورونو له مخې، ازبکستان کې هندي درملو د ۱۸ تنو ماشونو ژوند اخیستی دی، د ازبکستان روغتيا وزارت په يوې اعلاميه کې ويلي، په دغه هيواد کې له ۲۱ تنو ماشومانو چې هندي درمل يې څښلي ۱۸ تنو يې خپل ژوند بایللی دی او د دريو تنو نورو هغو يې هم روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د ازبکستان روغتيا وزات زياتوي چې دغه هندي درمل چې د زکام لپاره کارول کيږي، په دغه هيواد کې يې د ۱۸ ماشومانو ژوند اخیستی دی.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې په افريقا او جنوبي امريکا کې هم لسګونو ماشومانو ددې دوا له کبله خپل ژوند د لاسه ورکړی وو. خو تر اوسه په دې اړه د هند روغتيا وزارت څه نه دي ويلي.

راپور زياتوي، چې ازبکستاني چارواکو له درملتونونو څخه (ډوک ون ميکس) په نوم شربت او ګولۍ چې هند يې توليدوي ټول کړي دي، په راپور کې دا هم ويل شوي چې دغه درمل ماشومانو د ډاکټرانو له مشورې بغير او له ټاکلي مقدار څخه په ډېره اندازه ورکړل شوي دي.