نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د چهارشنبې په ورځ کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا ولایت مقام کښي د اوو ولسوالیو «شاولي کوټ، ارغنداب، ژړۍ، میوند، پنجوايي، ډنډ او دامان» ولسوالیو له ګڼ شمېر قومي مشرانو، سپینږیرو او د اوبو له میرابانو سره وکتل، چي راغلیو قومي مشرانو، سپينږیرو او د اوبو میرابانو د یادو ولسوالیو لپاره د زراعتي اوبو، […]
د چهارشنبې په ورځ کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا ولایت مقام کښي د اوو ولسوالیو «شاولي کوټ، ارغنداب، ژړۍ، میوند، پنجوايي، ډنډ او دامان» ولسوالیو له ګڼ شمېر قومي مشرانو، سپینږیرو او د اوبو له میرابانو سره وکتل، چي راغلیو قومي مشرانو، سپينږیرو او د اوبو میرابانو د یادو ولسوالیو لپاره د زراعتي اوبو، د واټر پمپونو په وسیله د دهلې بند او ظاهر شاهي کانال «لويي ویالې» د اوبو د غصب او د ظاهرشاهي کانال د پاککارۍ په برخه کي ئې ستونزي او غوښتني له کندهار والي سره شریکي کړې، چي پرمهال ئې د ارغنداب رود دریايي حوزې رئیس مولوي سیدمحمد شرافت هم حضور درلود.
راغلیو قومي مشرانو، سپينږیرو او میرابانو وویل، د دهلې تر بند لوړ د کندهار په شاولي کوټ، د زابل په ارغنداب او مېزاني او د غزني په جاغوري ولسوالۍ کي دهلې بند ته رارواني اوبه د زرګونه واټر پمپونو په وسیله په غیري اُصولي توګه پر شخصي او دولتي مځکو لګول کیږي، چي دغه کړنو دهلې بند ته رارواني اوبه له ډېر کمښت سره مخ کړي دي او ددې ترڅنګ ئې زیاته کړه، د دهلې بند څخه د اوبو راایله کېدو وروسته د لويي ویالې په مسیر کي هم رارواني اوبه د سلګونه واټر پمپونو په وسیله په غیري اُصولي ډول مځکو، کورونو او یا هم د نورو ځایونو لپاره استعمالیږي، چي په دې برخه کي ئې د کندهار والي څخه د همکاریو غوښتنه وکړه.
کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا لومړی راغلیو سپينږیرو، قومي مشرانو او د اوبو میرابانو ته ښه راغلاست ووایه او د دوی د ستونزو په اړه ئې وویل، له یادو ټولو ستونزو خبر دی، چي یادي ټولي ستونزي ئې له مشرتابه سره هم د حل په موخه شریکي کړي، چي په خبره ئې ډېر ژر به د دهلې تر بند لوړ د کندهار په شاولي کوټ، د زابل په ارغنداب او مېزاني او د غزني په جاغوري ولسوالۍ کي دهلې بند ته د راروانو اوبو د ښه مُدیرت په موخه یو هراړخیزه پلاوی وټاکي، ترڅو د یادو سیمو له مسئولینو او اوسېدونکو سره خبري وکړي او ژر تر ژره حللاره ورته پیداکړي.
همدا راز کندهار والي د یادو موضوعاتو ترڅنګ ددې نظام د ساتلو او روانوالي په برخه کي هم خبري وکړې، چي په خبره ئې دا نظام د ټولو ګډ نظام دی، که عالم دی، که عام سړی دی، که مجاهد دی، د هر چا دی او باید د ځان ئې وبولي او شپه ورځ په دې نظام کي د خپل ځورېدلي ولس لپاره کار وکړي.
ښاغلي وفا ددې نظام د ساتلو او روانوالي په برخه کي د علماوو، سپينږیرو او قومي مشرانو پر مهم رول هم خبري وکړې او له راغلیو قومي مشرانو او سپينږیرو څخه ئې وغوښتل، ترڅو د ولس او حکومت ترمنځ د یووالي په برخه کي تل پراخي هڅي وکړي او د کندهار په کونج ـ کونج کي د ولس ټولي غوښتني، ستونزي او وړاندیزونه له ولایتي ادارې سره د حل په موخه پر خپل وخت او ژر تر ژره شریکوي.
چهارشنبه: ۱۴۴۳/۸/۲۰
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.