نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د اسلامي امارت د تعلیم او تربيې کمېسیون مسوولینو تېره ورځ د کندز ولایت اړوند چهاردرې، ګل تپې، خان اباد او قلعه ذال ولسوالیو په بیلا بیلو سيمو کې د اسلامي امارت او د امریکايي اشغالګرو تر منځ د اشغال د خاتمې د تړون د لمانځني په موخه لویې غونډې جوړې کړې. په یادو غونډو […]
د اسلامي امارت د تعلیم او تربيې کمېسیون مسوولینو تېره ورځ د کندز ولایت اړوند چهاردرې، ګل تپې، خان اباد او قلعه ذال ولسوالیو په بیلا بیلو سيمو کې د اسلامي امارت او د امریکايي اشغالګرو تر منځ د اشغال د خاتمې د تړون د لمانځني په موخه لویې غونډې جوړې کړې.
په یادو غونډو کې دیني عالمانو، قومي مخورو، سپین ږیرو، ځوانانو، مجاهدینو، د مدرسو او ښوونځیو زده کوونکو او ګڼ شمېر عامو هېوادوالو ګډون کړی وو.
په غونډو کې ترانې، د علماء کرامو له لوري تقریرونه او حماسي شعرونه د ازادۍ په ویاړ وویل شول، ګډونوالو د اسلامي امارت په مشرۍ د یاد تړون د لاسلیک څخه د ملاتړ ترڅنګ د حوت (کب) لسمه د هېواد په معاصر تاریخ کې یوه له ویاړه ډکه ورځ و بلله او د امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده حفظه الله د پیغام هغه برخه یې تکرار کړه چې د عمومي عفوې یادونه پکې شوې وه.
سپینو بیرغونو او د تکبیر غږونه غونډې نورې هم ښکلې کړې وې، د پوهنې کمېسیون مسؤلینو چې دغه غونډې يې تنظیم کړې وې، له ګډونوالو څخه مننه وکړه چې په خپل ملي او اسلامي احساس سره یې د ازادۍ په لمانځغونډو کې ګډون وکړ، نړېوالو ته یې و ښوده چې افغانان سوله خوښي ولسونه دي او د اسلامي امارت سره په هر حالت کې افغان ولس اوږه پر اوږه ولاړ دی.
د غونډو په پای کې د تعلیم او تربیې د مرکزي کمېسیون د مشر د مبارکۍ پیغام ولوستل شو او مازدیګر مهال لمانځغونډې د تلپاتې سولې په دعاوو سره پای ته ورسېدلې.
۳/۲/۲۰۲۰
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.