کرونا او کودتا؛ ملګرو ملتونو د میانمار په پراخې بې وزلۍ خبرداری ورکړی

ملګرو ملتونو د میانمار په موجوده حالاتو اندېښنه څرګنده کړې، یاد سازمان زیاتوي، کرونا او کودتا ممکن د روان کال تر پایه د دې هیواد نیمایي وګړي له فقر او بې وزلۍ سره مخ کړي. سی این این تلوېزیون د ملګرو ملتونو له قوله نن د جمعې په ورځ لیکلي، چې د پوځي کودتا او […]

ملګرو ملتونو د میانمار په موجوده حالاتو اندېښنه څرګنده کړې، یاد سازمان زیاتوي، کرونا او کودتا ممکن د روان کال تر پایه د دې هیواد نیمایي وګړي له فقر او بې وزلۍ سره مخ کړي.

سی این این تلوېزیون د ملګرو ملتونو له قوله نن د جمعې په ورځ لیکلي، چې د پوځي کودتا او کرونا ویروس له امله دغه هیواد د اقتصادي سقوط په څنډه کې پروت دی.

د ملګرو ملتونو د وړاندوینو له مخې، په میانمار کې د خوراکي توکو د بیو لوړېدل، د عایداتو له لاسه ورکول، د عامه خدماتو نشتوالی، د روغتیا په برخه کې نه پاملرنه او د ټولنیزو مرستو د نه کفایت له امله په راتلونکي کې ښایي ددې هیواد میلیونونه وګړي د فقر تر کرښې ورسیږي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایی پروګرام (UNDP) لخوا په هغه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی راغلي، که د میانمار اوسنۍ اقتصادي ستونزې تر ۲۰۲۲ میلادي کال پورې وغځیږي؛ نو کابو ۲۵ میلیونه وګړي به له سخت فقر سره مخ شي.

راپور زیاتوي، هغه اقتصادي کمزورتیا او فقر چې اوسمهال د میانمار وګړي ورسره مبارزه کوي، له ۲۰۰۵ میلادي کال را په دېخوا یې ساری نه دی لیدل شوی.

که څه هم میانمار لا هم د نړۍ په کچه تر ټولو بې وزله هیواد بلل کیږي، خو د ۲۰۱۱ میلادي کال وروستیو سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو د فقر په را کمولو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

په ۲۰۰۵ میلادي کال کې ددغه هیواد د فقر کچه ۴۸.۲ اټکل شوې وه، خو په ۲۰۱۷ میلادي کال کې یې کچه ۲۴.۸ ته راښکته شوه.

خو له پوځي کودتا او د آنګ سان سوچي تر زنداني کېدو راهیسې په دغه هیواد کې د عامو خلکو لخوا په پراخه توګه لاریونونه روان دي، تازه تر لاسه شوي راپورونه وایي، چې له پوځ سره په نښتو کې تر دا مهاله ۶۰۰ لاریون کوونکي وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د میانمار د پوځ لخوا تر اوسه ۲۸۰۰ لاریون کوونکي نیول شوي او د سلګونو نورو د نیولو او زنداني کولو امرونه هم صادر شوي دي.