نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په امریکا کې د چین سفیر ویلي، د تایوان له خپلواکۍ د امریکا دوامداره ملاتړ به د بیجینګ او واشنګټن تر منځ د پوځې شخړې لامل شي، د سپوتنیک خبري اژانس د راپور له مخې، په امریکا کې د چین سفیر ”کین ګانګ“ د تایوان مسئله د چین او متحده ایالتونو تر منځ تر ټولو […]
په امریکا کې د چین سفیر ویلي، د تایوان له خپلواکۍ د امریکا دوامداره ملاتړ به د بیجینګ او واشنګټن تر منځ د پوځې شخړې لامل شي، د سپوتنیک خبري اژانس د راپور له مخې، په امریکا کې د چین سفیر ”کین ګانګ“ د تایوان مسئله د چین او متحده ایالتونو تر منځ تر ټولو خطرناک وضعیت وباله او وېره یې څرګنده کړه چې ښایي د پوځي شخړې لامل شي.
ګانګ د جمعې په ورځ له (N.P.R) رادیو سره په مرکه کې ویلي، که متحده ایالات د تایوان له خپلواکۍ څخه ملاتړ دوامداره کړي؛ نو ممکنه ده چې د دواړو هیوادونو تر منځ به دغه ملاتړ په پوځي شخړې سره پای ته ورسیږي.
رویټرز خبري اژانس ددې مصاحبې یوې برخې ته کتنه کړې، چې پکې ګانګ ویلي، اجازه راکړئ چې زه په دې باره کې بشپړ وضاحت وکړم، هغه دا چې د تایوان مسئله د چین او امریکا تر منځ تر ټولو لوی خطرناک وضعیت دی، که امریکا له دې کړنو لاس په سر نشي نو د دواړو هیوادونو تر منځ به اوضاع کړکېچنه شي.
نوموړي چینایي دیپلومات همدا راز ویلي، که تایواني چارواکي د خپلواکۍ تعقیب ته دوام ورکړي؛ نو دا به ډېر احتمال ولري چې چین او امریکا به په یوې نظامي جګړه ښکېل شي.
د امریکا دفاع وزارت د رویټرز هغې پوښتنې ته چې د چین د سفیر د تازه څرګندونو په هکله وه، په ځواب کې ویلي، امریکا د چین د یوالي پالیسۍ ته او همدا راز له تایوان سره تر قانون لاندې خپلو اړیکو ته ژمن دی.
که څه هم امریکا او ملګري ملتونه د تایوان خپلواکي په رسمیت نه پېژني خو د چین د باندېنیو چارو وزیر ”وانګ یي“ بیا بیا ویلي، تایوان د چین یوه برخه ده او اخطار یې ورکړی چې له دغه هیواده ملاتړ ورته د منلو نه دی.
چین تایوان د خپل هیواد یوه برخه ګڼي او په دغه هیواد باندې د امریکا له لوري وسلې پلورل او وروستي تحرکات د هیواد د حاکمیت نقضول ګڼي، دا په داسې حال کې ده چې متحده ایالات لا هم له تایوان سره خپلې پوځي مرستې جاري ساتلې دي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.