نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن ورځ غرمه مهال د کابل ادارې الوتکو د هلمند ولایت نهرسراج ولسوالۍ یخچالي سیمه کې په ولسي خلکو وحشیانه بمبار وکړ او تر سلو پورې هیوادوال يې شهیدان او ټپيان کړل. بمبار په هغه تخلیه شوې قرارګاه وشو چې تیره شپه دښمن تخلیه کړې وه. دغه قرارګاه چې د سړک په غاړه پرته وه، […]
نن ورځ غرمه مهال د کابل ادارې الوتکو د هلمند ولایت نهرسراج ولسوالۍ یخچالي سیمه کې په ولسي خلکو وحشیانه بمبار وکړ او تر سلو پورې هیوادوال يې شهیدان او ټپيان کړل. بمبار په هغه تخلیه شوې قرارګاه وشو چې تیره شپه دښمن تخلیه کړې وه. دغه قرارګاه چې د سړک په غاړه پرته وه، د هرات کندهار د لوی لارې موټروانان، مسافر او نور د سیمې خلک يې کتلو راغلي وو چې د دښمن لخوا تر بمبار لاندې ونیول شول. په پيښه کې تر ۳۰ پورې ولسي خلک شهیدان شوي او تر ۷۰ پورې نور ټپيان شوي، د ولسي خلکو یو ټانګر موټر هم چې ګاز پکې نقلیدل له منځه وړل شوی دی. اسلامي امارت دغه وحشیانه پيښه په کلکه غندي، دا د دښمن د ماتې، وارخطايي او بزدلۍ هغه ورستی حد بولي، چې مخامخ جګړه نشي کولای او ځغلي، خو د ولسي او بې دفاع خلکو په وړاندې بیا دا ډول جرئت پيدا کوي او د عامو خلکو له وژلو خوند اخلي. اسلامي امارت به د دغه جنایت له عاملينو سره سخت چلند وکړي او د خپل مظلوم ولس انتقام به ورڅخه واخلي، ان شاءالله تعالی. موږ په نړیوالو بشرپالو نهادونو هم غږ کوو چې د دښمن دغه وحشیانه کړنه وغندي، څیړنه يې وکړي او د عاملینو په وړاندې يې دريځ ونیسي.
قاري محمدیوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند ۲۳/۱۰/۱۴۴۲هـ ق ۱۴/۳/۱۴۰۰هـ ش ــ ۲۰۲۱/۶/۴م
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.