په حرمينو کې یو ځل بيا د فاصلې ساتلو اصول مقرر شول

د سعودي عربستان د اسلامي امورو مشر رسنيو ته په خپلو خبرو کې ويلي، چې د کرونا ويروس او ددې ويروس د نوې بڼې اوميکرون د خپرېدا د مخنيوي په موخه د سعودي عربستان د نورو مسجدونو سربېره په حرمينو کې د ماسک کارولو او د فاصلې ساتلو اصول لازمي شوي دي، د اسلامي امورو […]

د سعودي عربستان د اسلامي امورو مشر رسنيو ته په خپلو خبرو کې ويلي، چې د کرونا ويروس او ددې ويروس د نوې بڼې اوميکرون د خپرېدا د مخنيوي په موخه د سعودي عربستان د نورو مسجدونو سربېره په حرمينو کې د ماسک کارولو او د فاصلې ساتلو اصول لازمي شوي دي، د اسلامي امورو وزير دکتور عبد اللطيف آل شيخ منلې چې د کرونا ویروس په خپرېدا کې زياتوالی راغلی نو ځکه يې دغه اقدام تر سره کړی دی.

د آل شيخ په خبره د ویروس د نوې بڼې اوميکرون د خپرېدا د مخنيوي په خاطر او حالاتو ته په کتو جوماتونو ته راتلونکي وګړي بايد مقرر شوي بنديزونه مراعات کړي او له انتظاميې سره په همدې اړه همکاري وکړي.

آل شيخ همدا راز هيله څرګنده کړې ده چې د بنديزونو په عملي کولو سره ښايي د خلکو ژوند محفوظ شي، د نوموړي په اند د الله تعالی په فضل او د ایس او پيز بنديزونو عملي کول له نوي ويروس نه د بچ کېدلو لپاره ګټور ثابتېدلای شي، ټول هيوادوال دې ياد بنديزونه عملي کړي او هيواد دې له دغه مهلک ويروس څخه محفوظ وساتي.

د يادونې وړ ده چې په حرمينو شريفينو کې د لمونځ کوونکو اوطواف کوونکو په وړاندې د مناسبې فاصلې ساتل لازمي شوي، څو مياشتې وړاندې د کرونا ويروس په پېښو کې د کموالي له امله په حرمينو شريفينو کې په ځانګړي ډول په مسجد الحرام کې د خلکو د ورتګ محدوديت او د فاصلې ساتلو اصول ختم کړل او اوس چې په پېښو کې بيا زياتوالی راغلی دی بېرته مخکيني اصول مقرر شوي دي.