نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
۲۰۱۷م کال پای ته ورسید، په دغه موده کې په افغانستان کې د اسلامي امارت مجاهدینو د بهرنیو اشغالګرو او د هغو د کورنیو مزدوران په وړاندې ښه په متانت او میړانه جهاد ته ادامه ورکړه، سیمې يې ترې ونیولې، ولسوالۍ يې آزادې کړي، د دښمن په مخ يې لارې وتړلې او بیا بیا یې […]
۲۰۱۷م کال پای ته ورسید، په دغه موده کې په افغانستان کې د اسلامي امارت مجاهدینو د بهرنیو اشغالګرو او د هغو د کورنیو مزدوران په وړاندې ښه په متانت او میړانه جهاد ته ادامه ورکړه، سیمې يې ترې ونیولې، ولسوالۍ يې آزادې کړي، د دښمن په مخ يې لارې وتړلې او بیا بیا یې د دښمن په مهمو هستو، قول اردوګانو، قومندانیو، قرارګاوو او پوستو بریدونه ترسره کړل چې دښمن ته يې خورا درانه تلفات درلودل. له روحي پلوه دښمن ځپل شوی وو، د جګړې په میدان کې يې وارخطايي ډيره وه، د خلکو همکاري ورسره نه وه، بلخوا مجاهدين د جهاد په عالي روحيه جنګیدل، په کمو کسانو يې ډير لوی قوت ته ماتې ورکوله، په فدايي او نفوذي بریدونو سره يې دښمن ته سخته صدمه رسوله، د ایماني قوت څخه برخمنو مجاهدينو سره د الله تعالی نصرت ملګری وو. په لاندې راپور کې موږ په تیر کال کې د روان جهاد بریدونه، د دښمن تلفات او ځينې نور معلومات وړاندې کوو، چې په خورا دقیق ډول د کره معلوماتو په اساس راټول او محاسبه شوي دي. ۱ــ په تیر ۲۰۱۷ م کال کې د مجاهدینو لخوا پر دښمن ټول ټال (۷۵۰۳) لوی او واړه بریدونه ترسره شوي دي. ۲ــ په بریدونو کې (۴۸) بریدونه فدايي عملیات وو. ۳ــ د بریدونو په جریان کې په تیر کال کې (۲۸۹) بهرني اشغالګر وژل شوي او (۱۲۴) نورټپيان دي. ۴ــ داچې د کابل ادارې عسکر، پولیس او استخباراتي کسان د امریکايانو ترمخ د سپر په ډول استعمالیدل او مجاهدینو ته په هر ډګر کې په جګړه کې دوی رامخکې کیدل نو ځکه له ټولو ډير دوی له درنو تلفاتو سره مخ شوي، چې د تیر کال په جریان کې (۱۴۹۳۸) عسکر، پولیس، استخباراتي کارکونکي او اربکیان وژل شوي، (۹۴۳۰) نور ټپيان شوي دي. ۵ ــ په تیر کال کې د مزدور دښمن د وژل شوو له جملې څخه (۴۰۸) تنه يې د هغوی قومندانان دي چې په مختلفو ولایتونوکې د بریدونو په مهال له منځه وړل شوي دي. ۶ــ د تیرکال په جریان کې د دښمن له صف څخه (۴۱۹۶) تنو عسکرو، پولیسو او اربکیانو د حقائقو په درک کولو او د اسلامي امارت د ارشاد او دعوت مسئولینو په هلو ځلو د اسلامي امارت مجاهدینو ته تسلیم شوي دي، چې له ځانه سره يې (۳۲۳) میله سپکه اودرنه وسله، ډيرمهمات او وسائط را وستي دي. ۷ــ په دومره موده کې د دښمن ویجاړ شوي وسائط (شوبلې او رینجرموټر) تر (۲۹۷۶) عرادو پورې رسیږي. ۸ــ په تیر کال کې په ټول هیواد کې د دښمن ۲۰ چورلکې او طیارې رانسکورې شوي دي چې (۱۳) يې چورلکې او طیارې دي او (۷) يې بې پیلوټه کشفي الوتکې. قاري محمد یوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند ۱۴۳۹/۴/۱۱هـ ق ۱۳۹۶/۱۰/۸هـ ش ــ ۲۰۱۷/۱۲/۲۹م
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.