نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د ورکړل شویو راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې تازه اعلامیې کې ویلي، چې د امریکا حکومت د اوکراین په پلازمېنه کیف کې د امریکایي دیپلوتانو کورنیو ته امر کړی چې له دغه هیواده ووځي. امریکا وېره څرګنده کړې ده چې ښایي روسیه په اوکراین برید وکړي، د روسیې د […]
د ورکړل شویو راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې تازه اعلامیې کې ویلي، چې د امریکا حکومت د اوکراین په پلازمېنه کیف کې د امریکایي دیپلوتانو کورنیو ته امر کړی چې له دغه هیواده ووځي.
امریکا وېره څرګنده کړې ده چې ښایي روسیه په اوکراین برید وکړي، د روسیې د برید ګواښ ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی، امریکایي مقاماتو له همدې امله د خپلو دیپلوماتانو اېستلو ته امر کړی، په راپور کې راغلي چې دوی ځکه د غیر ضروري دیپلوماتانو د وتلو امر صادر کړی چې د برید پر وخت به و نه کړای شي له دغه هیواده ووځي، د متحده ایالاتو حکومت په اوکراین کې له خپلو دیپلوماتو غوښتي چې په عاجله توګه دې د وتلو په اړه غور وکړي.
د امریکا د باندېنیو چارو وزارت یو تن چارواکي ویلي، په اوکراین کې د شته ستونزو له امله لا هم د امریکا سفارت هلته فعال دی او شازدافیره ”کرسټینا کواین“ په دغه هیواد کې موجوده ده.
یاد چارواکي هم وېره څرګنده کړې چې هره شېبه په اوکراین د روسیې د برید احتمال شته، نوموړي په اوکراین کې له خپلو اتباعو غوښتنه کړې چې د ترانسپورت په خصوصي او سوداګریزو لارو دې له دغه هیواده ووځي.
تر اوسه لا نه ده جوته چې اوکراین کې څومره امریکایي اتباع شتون لري، خو تر دې وړاندې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د چارواکي له قوله ویل شوي و، چې په دغه هیواد کې له لسو نه تر پنځلسو زرو پورې امریکایان شتون لري.
بلخوا روسیې د څو میاشتو راهیسې د اوکراین په سرحدي پوله زرګونه سرتیري، ټانکونه، جنګي موټر، توپونه او توغندي نصب کړي دي، خو مسکو لا هم ټینګار کوي چې په اوکراین د برید اراده نه لري، خو له پوځي مانورونو یې لوېدیځ وېره لري چې ښایي په روانه او یا بله میاشت کې مسکو په اوکراین برید وکړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.